د لاس رسي وړ اتصالات

ویکیلیکس: عربستان نه سني ترورستانو ته پیسې رسیږي


ویکیلیکس: عربستان نه سني ترورستانو ته پیسې رسیږي
ویکیلیکس: عربستان نه سني ترورستانو ته پیسې رسیږي

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس لیکي چې سعودي عربستان ترورېستی ډلو ته د مالي مرستو د مخنېوي په برخه کې د اهمیت وړ پرمختگ کړیدی او په ټېنگه کوشش کوي چې دغو ډلو ته مالي مرستې ور ونه رسيږي؛ خو د تېلو په شتمنی دغه غني هېواداو د خلیج د سیمې نور گاونډي هیوادونه یې اوس هم د داسې اورپکو ډلو او غورځنگونو لکه القاعده او طالبانو ته د مالي مرستو د برابرولو د غټې منبع په توگه گڼل کیږي.

د اسوشېتېد پرېس خبری اژانس دغه معلومات د امرېکا د هغو محرمو اسنادو په واسطه لاسته راوړېدی چې د وېکی لېکس له خوا نه خپاره شویدي.

د واشنگټن پوست اېکپریس خپرونه د سعودي پاچهي کورنی دعکسونو لاندی په خپل اولنی مخکې لیکي چې د داسې دوستانو په موجودېت کې ... سعودي عربستان او د امریکا نور انډیوال هېوادونه دې ته ادامه ورکوي چې ترهگرو شبکو ته پېسی ور ولېږي خو بیا لیکي چې دوستي هم محدودېتونه لري.

د وېکی لېکس له خوا نه د محرمو اسناد و خپرېدل څرگندوي چې دامرېکا د متحده ایالاتو حکومت د خلیج د هېوادونو له عدم تماېل سره چې په ترهگرو ډلو باندې مالي مرستې ودروي، ستړی او ستومانه دی.

د واشنگټن پوست اېکسپرېس ورځپاڼه لیکي چې دسعودی عربستان په برخه کې د امرېکا بله اندېښنه داده چې د روژې مېاشت او دحج مراسم داسی وختونه دي چې دالقاعده لپاره د بسپنو ټولولو ښه موسم دی. خو د سعودی عربستان له خوانه په خېرېه موسسو باندی څارنه اوکتنه نشته ده.

سعودیانو ته په داسی نظر کتل کیږي چې ترورېستی ډلو ته دخېرېه مرستو په بندولو کې له پوره قوت او قدرت نه کار نه اخلي.

دغه معلومات د امرېکا په هغو داخلی اسنادو کې د څوکلونو په موده کې ذکر شوېدی.

په دی اسنادو کې د واشنگټن هغه ستونزې څرگندېږي چې دخپلو متحدېنو په قانع کولو کې ېې لري چی په دې ضرورت ېې پوه کړي چې ددغه راز مالی موسسو او مرستو خلاف چې گومان کېږی زېاتره ېې شخصی بڼه او ریښه لري، ټینگ گامونه اوچت کړي.

خو هغه پټ اسناد چې وېکی لېکس خپاره کړېدي په هغو کې د خلېج د ملکونو په برخه کې دامعلومات هم ذکرشوېدی چې هغوی کوشش کوی چې په دې برخه کې ېو مناسب توازن منځته راولي چې د افراطېانو د خواخوږ و او هغوکسانو ترمنځ توپېر وکړي چې په رېښتېنې توگه خېرېه کارونه سرته رسوي.

دغه هېوادونه دا احتېاط کوي چې هسی نه خپلو شکمنو خلکو ته دا دلېل په لاس ورکړي چې دوی دامرېکا دلاس اله دي.

داسوشتېدپرېس خبری اژانس لېکی په داسی حآل کې چې سعودی عربستان په سعودی کې دننه د ترهگری خطر ته په جدي نظر گوري؛ خوداېوه ستونزه ده چې دسعودی عربستان چارواکي دېته وهڅول شی چې ترورېستانوته د مالی مرستو برابرولو کارته په خپل هېواد کې ، ستراتېژېک اهمېت ورکړي. دغه لېک دامرېکا خارجه وزېرې هېلري کلنټن له خونه په ٢٠٠٩ مېلادی کال کې د ډېسېمبر په مېاشت کې لېکل شوېدی.

په دغه سند کې وېل شوېدی په داسی حآل کې چې په سعودی عربستان کې په دغه جبهه کی داهمېت وړ پرمختگ کړېدی خو سره له دې هم د سعودی عربستان بسپنه ورکوونکي په ټوله نړۍ کې سنی ترهگرانو ته د مرستو ورکولو غټه منبع گڼل کېږی.

رپوټ وايی چی دسپتمبر د ١١می نېټی په ترهگرانو کې زېات شمېر، د سعودی عربستان اتباع وو. دغه هېواد چې د ترهگرانو دمالی منابعو په برخه کې په ټېنگه او چټک اقدام نه دی کړی دامرېکا له خوانه پرې څو څو ځلې انتقاد شوېدی.

پرسعودی عربستان باندی په دې هم انتقاد شوېدی چې دېته لېوال ندی چې دخپل ېوشمېر سخت درېځو اواورژبيو ملاېانو په مقابل کې سخت اقدامات وکړي. دهغوی سخت درېځه ملاېانو بېانېو ته په داسی نظر کتل کېږی چې په مستقېم او غېر مستقېم ډول سخت درېځتوب ته لمن وهی.

د ٢٠٠٩ مېلادی کال، کې، افغانستان او پاکستان ته دامرېکا د جمهوررئېس براک اوباما خاص استاځی رېچرد هولبروک وویل چې طالبانو ته دمرستی ډېرې پېسی د خلېج له بډاېو هېوادونو نه راځي او بل له مخدره موادونه چې افغانستان پکې له پخوا نه شهرت لري.

اسوشېتېد پرېس په پای کې لېکی چې ددی اندېښنو سره سره بیا هم دامرېکا په خپرو شوېو اسنادو کې ویل شوېدي چې سعودي عربستان د خلیج د نورو هېوادونو په پرتله دترهگری دمالی منابعو په له منځه وړلو کې له امرېکا سره په کار کولو کې تر ټولو متعهد هېواد دی.

د سعودی عربستان په رېاض کې دامرېکا سفارت د فبروري په مېاشت کې لېکلی دی چی سعودی عربستان، په دې مبارزه کې چې د القاعده هغه مالي منابع وځپي چې په سعودي عربستان کې ریښې لري، ډیر پرمختگ کړیدی.

رپوټ وايی دالقاعده هغه توانايي چې په دې هېواد کې مالی مرستی لاسته راولی په کافې اندازه له منځه وړل شوېده. د هغوی دغه توانايی د سپتمبر له ١١می نه را په دېخوا اوس په ډېر ضعېف حالت کې واقع ده.

XS
SM
MD
LG