د لاس رسي وړ اتصالات

اېپک ټایمز: افغانستان ته د طالبانو نه لوی خطر جنگسالاران دي


اېپک ټایمز: افغانستان ته د طالبانو نه لوی خطر جنگسالاران دي

اېپک ټایمز: افغانستان ته د طالبانو نه لوی خطر جنگسالاران دي

داېپک ټایمز خپرونه نن سه شنبې د اکتوبر ١٢مه لیکي چې په افغانستان کې د امریکا عملیاتو ته په اداريی فساد ککړو جنگسالارانو، او د هغوی د ملیشو له امله ډیرتاوان ور رسیدلی دی.

خپرونه لیکي چې په افغانستان کې لا تر اوسه پورې هم جنگسالاران په قبيلوي سيمو کې ډیر ستر نقش لري. په داسی حال کې چې د امریکا او ناټو قواوې ددغه هیواد د ثبات لپاره د یوې دېموکراسۍ په توگه له ستونزوسره مخ دی، خو د هغوی له بریدونو نه پښه نه ور اړوي.

جنگسلاران او د هغوی ملیشې په افغانستان کې اوږد تاریخ لري. دا اوسنی جگړه د تاریخ یو بل پړاو دی. دغه کسان د پخواني شوروي اتحاد د اشغال او جگړې پر وخت د ازادۍ جنگیالي بلل کېدل خو اوس په هغوی کې یو شمیر د طالبانو او القاعده خلاف جگړه کې د امریکا مهم متحدین دی.

په دوی کې د یو شمېر جنگسالارانو قواوې په دې هیواد کې د امنیتي قراردادونو غټی برخی لری.

د اېپک ټایمز خپرونه لیکي چې تقریبا دوه سوه جنگسالاران به وي چې هر یو یې ملیشې لري.

په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو جنگساران د جمهوررئیس حامدکرزي د حکومت تر فرمان لاندې کړل .

هغه رپوټ چې په ٢٠٠٥ م کال کې د امریکا د پوځ د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز (SSI), خپور کړی و د ښاغلی کرزی د ادارې په اولو وختونو کې یې ويلي وو چې: د جنگسالارانو ملیشې د افغانستان لپاره ستر خطر گڼل کیږي. د طالبانو د بغاوت نه هم ستر خطر گڼل کیږي.

په دغه رپوټ کې داهم وېل شوی وو چې دهغوی د بی وسلی کولو لپاره هڅی ډېر ې کمی، له کامېابی سره مخ شوېدی.

دامرېکا د پوځ دستراتېژېکو مطالعاتو مرکز، لیکي دافغانستان د جگړنو قبېلوی تارېخ دسولی په وخت کې دا اندېښنه را پېدا کړېده چې که د جنگسارالانو د بې وسلی کولو لپاره هڅی وشی نو نتېجه ېې بشپړ بغاوت کېدلی شي.

اېپک ټاېمز لېکی د اپروا نلری چې په کوم ډول بېړنېو حالاتو د جنگسالارانو خلاف دقوت استعمال توجېه شی، خو حتی ډېر کوچنی عملېات هم له احساسانو ته د ډک بغاوت د پېل خطر قبلول دی او دغه راز بغاوت په اسانی سره په ټول افغانسان کې خپرېدلی شی.

اېپک ټاېمز لېکی چې داېنده ستونزی په دې برخه کی دادی چې دسنا دېو ې کومېټی رپوټ وایی چی دامرېکا د مرستو د پېسو زېاتره برخه چې پکارده دافغانستان خلکو ته په لاس ورغلی وایی هغه جنگسالارانون ته په لاس ورغلی ده. اوهغوی اوس تر پخوا ډېر ځواکمن شوېدی. پردی سر بېره د افغانستان خلک دافغانستان په عنعنوی او سېاسی کولتورباندی چې کله جنگسالاران قدرت په لاس کې واخلی ،اوس بی باوره شوېدی. دغه رپوټ وايی چی دافغانستان خلکو د طالبانو او جنگسالارانو ترمنځ جگړی لېدلی دی او دواړه ېې نه خوښېږی.

اېپک ټاېمز په پاې کې لېکی هغه څېړنی چې د کارنېگی دسولی د انستېتېوت له خوانه خپرې شوېدی وایی هغه نقش چې جنگسالاران ېې اوس لری هغه ددې هېواد د اوسنی ثبات لپاره ضروری دی.

رپوټ زېاتوی چې دافغانستان د مرکزی حکومت د کمزوری نقش اومحدودو منابعو په نظر کې نېولو سره د حکومت هغه ډول چې جنگسالاران ېې اوس نماېندگی کوی ښايی د موجوده وخت لپاره په افغانستان کې ترټولو ښه مصالحه وی.

پوست کرانیکل: خپرونه د طالبانو له قوله لیکي چې د سولې د شوری رئیس په خپله د افغانانو تر منځ د سولې په خبرو کې خنډ دی

د پوست کرانېکل خپرونه د طآلبانو له قوله لېکی چې دسولی دشوری رئېس په خپله دافغانانو ترمنځ د سولی په خبروکې خنډ دی. رپوټ وايی چې افغان طالبانو ددوشنبی په ورځ د حکومت له خوانه د سولی دعالی شوری لپاره درئېس په توگه دبرهان الدېن ربانی ټاکل بی ارزښته کار وباله. هغوی وايی چې داسړی د سولی په مخکی ېوخنډ دی.

د پوست کرانېکل خپرونه لېکی برهان الدېن ربانی چې دېکشنبی په ورځ دسولی دنوی عالی شوری رئېس وټاکل شو، پخواېې دهغی ډلی مشری کوله چې له طالبانوسره ېې دکورنی جگړی په وخت کې جگړه کړی وه.

همدارنگه د جمهوررئېس په توگه په افغانستان کې دتېرو دری لسېز و په دوران کې دهغه دمشرتوب په وخت کې ېوشمېر ډېرې خونړۍ جگړې پېښی شوی وې.

په دې تازه وختونو کې که څه هم هغه له هغو افراطېانو سره اړېکی درلودلی چې د سولی په خبرو غور کولی شی. رپوټ وايی چې افغان مشرانو د تارېخ په اوږدو کې له خپلو ډېرو سرسخته دښمنانو سره هم سوله کړېده او له خپلو غښتلېو متحدېنو سره ېې جگړه کړېده.

پوست کرانېکل د طالبانو دېوه نطاق له قوله لېکی چې موږ له ربانی او دهغه له جنگسالارانو سره داوږدی مودی لپاره ددښمن په توگه جگړه وکړله نو څرنگه اوس موږ له هغه سره د سولی خبری کولی شو.

طالبانو څو څو ځلی د سولی وړاندېزونه د جمهوررئېس کرزی له خوانه رد کړېدی او غوښتنه ېې کړېده چې له افغانستان څخه دی ، ١٥٠ زره خارجی قواوې چې ناټوېې مشری کوی، ووزي. هغوی داشرط دهرډول خبرو لپاره ذکر کړېدی.

له بل پلوه پوست کرانېکل لېکی چې دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی د سولی د شوری د تشکېل لپاره په هغه ستره عنعنوی غونډه کې، پراخه ملاتړ ترلاسه کړی و چې د سږکال په اولو کې ېې په کابل کې داېر کړی وه اوله ټول هېواد نه ډېر سپېن ږېری او مشران په کې

XS
SM
MD
LG