د لاس رسي وړ اتصالات

ټایم: تر انتخاباتو زیات مرمۍ دافغانستان راتلونکی ټاکي


د ټایم مجله لیکي، اوسني انتخابات د طالبانو له پرځیدلو نه وروسته څلورم ځل دی چې افغانان رایې اچوي خو بیا هم د لږو خلکو د گډون او د طالبانو تشدد اوهمدارنگه د درغلیو پیښې ددغو ټاکنو پر اهمیت باندې ناوړه اغیزې لرلي دي. خو ددې نه مهمه خبره به څه وي چې د ملک په راتلونکي باندې زیاته اغیزه وکړي؟

ټایم لیکي، د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې ٣،٦ ملیونو خلکو رایې واچولې چې د تیرو انتخاباتو په تله ډیر لږ شمیر دی او دا پخپله د طالبانو د سیطرې زیاتوالی ښيي.

ددوی د حملو د ویرې د هرو شپږو رایه اچونې د مراکزو نه یو مرکز یې بند پاتې شو. د درغلیو د ډیرو پیښو له کبله داسې اټکل کیږي چې د اخري نتایجو اعلان به ډیر وخت حتی څو میاشتې ونیسي.

خو ټولو ذینفعو خواوو ته دا ډیره جوته خبره ده چې د افغانستان د سیاستمدارانو ترمنځ دغه سیالي دومره د اهمیت وړ خبره نه ده. هغه ډیره با ارزښته او ټاکونکي مسئله چې د ملک راتلونکی ټاکي هغه د طالبانو او د امریکا په مشري د ناتو جگړه ده. او داسې ښکاري چې دغه جگړه ښه پرمخ نه ځي.

مجله لیکي، د امنیت وضعه اوس هم په افغانستان کې ښه نه ده. د ٢٥٠٠ کاندیدانو او د ٣،٦ ملیونو خلکو لپاره دا ډیره د زړورتیا خبره وه چې په دې انتخاباتو کې گډون وکړي.

په داسې حالاتو کې د درغلیو پیښه په ستونزو کې زیاتوالی راولي. دا چی لږ خلک په انتخاباتو کې گډون وکړ دا پخپله د طالبانو لپاره به یویوبریالیتوب وي ځکه دوی دغه انتخابات تحریم کړل، په انتخاباتي مراکزو حملې وکړې او خاصتاً په هغو ساحو کې چې پښتانه اوسیږي خلک یې د رایه اچونې نه محرومه کړل، اودا هغه خلک دی چې امریکا سره د یاغیانو د ورکولو په هڅو کې خورا زیات مهم رول لري.

ټایم د مقالې په دوام کې لیکي، داسې هم نه ده چې د لویدیزو هیوادو په پایتختونو کې د افغانستان ددرغلیو په برخه کې ډیرې اعتراضه غونډې وشي. ځکه د حکومت د پرمختگ او د ملک د راتلونکي په اړه اوس علاقه کمه شوېده.

هغه څه چې اوس په لویدیزه نړی کې ورته ټول سترگې په لاره دي هغه دادي چې اوس داسې شرایط رامنځ ته شي چې لویدیزه نړی د افغانستان نه څنگه کډه بار کړي او ووځي ځکه هغه لگښتونه او تلفات چې له دغه جنگ نه متصوردي، ددوی د تحمل نه زیات بریښي.

دا چې لویدیز ملکونه حاضر دي چې دکرزي د حکومت سره گزاره وکړي دلیل یې دادی چې نوره چاره نه لری او متبادل امکانات په نظر نه راځي.

ټایم لیکي یواځې هغه وخت په افغانستان کې د ښه حکومت د رامنځ ته کولو لپاره د امریکا ستراتیژي گټه کوله چې امریکا حاضره وای چې د یوې لسیزې لپاره د افغانستان په برخه کې تعهد وکړي.

خو همدا اوس اوباما ویلي دي چې د افغانستان موضوع د غره څوکې ته نژدې شوې ده او په راتلونکي کال کې به د عسکرو په راایستلو پیل کوي. نو همدا خبره ده چې د جنرال پټریس غوښتنې په واشنگټن کې دومره د هرکلي سره نه مخامخې کیږي.

کرسچن ساینس مانیتور: ولي راتلونکی پارلمان به ونه شي کړی چې د کرزي اختیارات مهار کړي

د افغانستان د تیرې شنبې انتخابات د تاوتریخوالي او د یو شمیر کسانو د مرگ او د لږ شمیر خلکو د گډون په سبب تر اغیزې لاندې راغلي دي. دا چې کوم یو سیاستمدار د انتخاباتو په نیتجه کې په قدرت ورسیږي، او ایا دغه کار به وکړی شي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د قدرت په برخه کې کوم بدلون رامنځ ته کړي، دا د فکر خبره ده.

ورځپاڼه لیکي، په خاص ډول حامد کرزی کولای شي چې د خپل قدرت مودې ته بدلون ورکړي یا دا چې د طالبانوسره مذاکرې وکړي ترڅو خپل قدرت وساتي. په عین حال کې مهمه پریکړه هغه ده چې د اوږدې مودې لپاره د امریکا نظامي حضور مسئله ده. دغه موضوع د مخالفینو لپاره چې خپلو کې ډیر اختلاف لري او د باندې ملکونه لپاره مهمه ځکه ده چې دوی د کرزي د قضاوت په هکله ډیرزیات شکونه لري. دوی داسې هیله نه لري چې راتلونکی پارلمان به ترراتلونکو څو میاشتو کې تشکیل شي، او بیا وکولی شي چې د اجرایه قوې د خودسري کنټرول کړي.

خو خبره داده چې راتلونکی پارلمان به ونه شي کړی چې د کرزي حکومت قدرت مهار کړي ځکه کاندیدان د افرادو په شکل رامنځ ته شول او د گوندونو سره یې تړاو نه درلود او نه هم د یوه منظم تنظیم بڼه یې غوره کړه. کرسچن ساینس مانیتور د صابرینه ثاقب د پارلمان د غړې له خولې لیکي چې، له بده مرغه راتلونکی پارلمان به د مخکیني پارلمان نه هم بې قدرته وي، ځکه چې دوی ټول د افرادو په بڼه پارلمان ته راځي او دوی کیدی شي په بیه واخیستل شي. ثاقب وايي چې دا ځکه داځلې ونه دریدله چې دوی یعنی د پارلمان غړي کوم خاص کار نه شي کولی. د افغانستان سیاسي گوندونه اوس بې اعتباره دي او د لسو تیرو کالو په اوږدو کې دوی د افغانستان د منازعې په وخت کې خپل اعتبار بایلود. کرزی که څه هم کوم گوند نه لري خو د حکومت ماشین ورسره دی. دی کولی شي په رایو کې خپله اغیزه واچوي دا که په قانوني او یا غیر قانوني بڼې سره وي. همدارنگه دده کورني په افغانستان کې د لویو کاروبارونو خاوندان دي نوځکه په مالي برخه کې هم هغه ډیر څه په لاس کې لري چې وضعه د ځان په گټه واړوي.

XS
SM
MD
LG