د لاس رسي وړ اتصالات

ټایم: د پاکستان ـ امریکا لانجې پر افغانستان بد اثر اچولی


ټایم: د پاکستان ـ امریکا لانجې پر افغانستان بد اثر اچولی

ټایم: د پاکستان ـ امریکا لانجې پر افغانستان بد اثر اچولی

د ټاېمز اونېزه مجله د اکتوبر په ۴مه لېکی داپټه خبره نده چې د پاکستان حکومت د خپل پوره اعتراض سره سره هم د امرېکا د بې پېلوټه الوتکېو برېدونه دافغانستان دېاغېانو او القاعده خلاف چې د سرحد په اخو اکې دېره دی تحمل کوی.

خو دناټو دهېلېکوپټرونو برېد ېوه بله مسله ده، په تېره چې د پاکستان عسکر پکې ووژل شی. لکه څنگه چې په تېره اونی کې دناټو په ېوه برېد کې د پاکستان درې تنه عسکر ووژل شول.

د دی برېد په مقابل کې د پاکستان ځواب داو چې د ناټو اوامرېکا دقواو لپاره ېې په زغرده د اکمالاتو مهمه لاره بنده کړه.

ټاېمز لېکی چی دلاری بندول په دغه نهه کلنه جگړه کې په ډېر خراب وخت کې منځته راغلل. په داسی حآل کې چې تر بل هروخت ډېر عسکر هلته موجود دی او د جنوب په ناکراره سېمه کې د ېاغېانو د له منځه وړلو لپاره په بشپړ ډول جگړه هم روانه ده.

ټاېمز لېکی چی د پاکستان دغه اقدام دموادو هغه بهېر ته گواښ گڼل کېږی چی ډېر ضروری مواد ورته ورسېږی چې نظآمی ماشېن پرې چالان وی. څومره چې دکاروانونو په لارو کې خنډونه زېاتېږی هماغومره د طالبانو د برېدونو خطر زېاتېږی. داکار دهغه شراکت کمزورتېا را په زړه کوی چې ستراتېژېکی گټی ېې دافغانستان په جگړه کې سره ټکر کوی.

ټاېمز لېکی چې واشنگټن اواسلام اباد داسلامی افراطېانو په مقابل کې چې په افغانستان او پاکستان کې جگړه کوی په نامه باندی سره متحد دی. له ډېرو پلمونه وروسته پاکستان په تېرکال کې د خپل کورنی بغاوت خلاف چې د قباېلی علاقونه سترو ښارونو ته را خپور شوی و، جدی اقدامات پېل کړل.

خوسره له دې هم نقادان وايی چې د پاکستان پوځ دېته لېوال ندی چې دافغانستان د طالبانو او حقانی د شبکی په څېر ډلو خلاف اقدام وکړی.

د ټاېمز مجله لېکی چی د غه ډلی په پاکستان کې مرکزونه لری خو په افغانستان باندی تمرکز کوی؛ ځکه پاکستان غواړی چې دغه راز متحدی ډلی له ځان سره وساتی ؛په تېره چې کله امرېکا له افغانستان څخه ووزی.

د ټاېمز ورځپاڼه په پاې کې لېکی څرنگه چې په امرېکا کې د جگړی عمومی ملاتړ کمېږی نو دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما له فشار سره مخ دی چې د سپېنی ماڼی په ېوکلنه ارزېابی کې ښې قانع کوونکې نتېجی څرگندی کړی. ددې په نظر کې نېولو سره پنټاگان دا لاره غوره کړېده چې په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکېو برېدونه زېات کړی.

په تېرو پنځه اونېو کې دا برېدونه له شلونه هم زېات شوېدی. په دې نېژدی وخت کې په دې اقداماتوکې دهېلېکوپټرونو برېدونه همن د ېاغېانو په پټوځاېونو باندی زېات شول او په همدی ترڅ کې هغه وژونکی غلطی هم وشوه. ناټو ادعاکوی چې هېلېکوپټره چی په بمباری کې ېې د پاکستان عسکر ووژل شول اول په هغی باندی له زمکې نه هغه وخت ډزې وشوی چې د پاکستان فضايی قلمرو ته داخله شوه. هېلېکوپټرې له خپل ځان نه ددفاع لپاره متقابلی ډزې وکړلی. خواسلام اباد دعوه کوی چې پکارده هېلېکوپټر له سره دهغوی خاوری ته داخل شوی نه وای.

د ټاېمز ورځپاڼه په پاې کې لېکی چی ناټومعذرت غوښتی دی او په دی برخه کې تحقېقات پېل شوېدی. خو ټاېمز لېکی چی پوښتنه داده چې آېنده به څه کېږی. ځکه چې دناټو اتېا فېصده غېرمهلک اکمالات د پاکستان او تورخم بندر له لاری کېږی او هغه اسلام اباد بند کړېدی. پردی سر بېره دغه لاری ډېر مهم مواد لکه تېل او ١٥٠ زرو عسکرو ته خوراکی مواد وررسوی.

XS
SM
MD
LG