د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه بیا غواړي چې افغانستان ته راشي


روسیه بیا غواړي چې افغانستان ته راشي
روسیه بیا غواړي چې افغانستان ته راشي

د نیوزویک مجلې په یوې مقالې کې لیکلي دي چې روسیې یو ځل بیا دیته زړه ښه کړیدی چې افغانستان ته راشي.

د نیوزویک مجلې د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې شل کاله پخوا د پخواني شوروي اتحاد پوځونه په خورا رسوایۍ د افغانستان نه ووتل خو اوس ناټو یو ځل بیا د شوروي سره کار پیل کړیدی او ددغه هیواد نه یې غوښتلي دي چې د افغانستان د امنیتي قواوو په روزنې او د مخدره موادو د قاچاق په ستونزو کې دې ورسره اوږه ورکړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو رزموسن په افغانستان کې د روسیې د همکارۍ ملاتړ کړیدی او ویلي یې دي چې دا به د ناټو او روسیې د اړیکو د نوي پیل یوه برخه وي. ناټو وایي د روسیې نه یې غوښتلي دي چې په افغانستان کې دې افغان او د ناټو عسکرو ته هیلوکوپترې برابرې کړي، افغان امنیتي قواوو په ځانګړي ډول د هوایي پوځ پیلوټانو ته دې روزنه ورکړي او همدارنګه دې د مخدره موادو پر ضد په مبارزې کې دې ورسره همکاري وکړي.

مجله لیکي چې د روسیې جمهور رییس دیمیترې میدویدیف به په راتلونکې اونۍ کې د پرتګال په پایتخت لیزبن کې د ناټو دغړو هیوادونو د مشرانو په غوڼدې کې برخه واخلي او هلته به د روسیې او د ناټو تر منځ د همکارۍ دغه تړون لاسلیک کړي.

خو مجله لیکي چې د روسیې لخوا دغه همکاري د ناټو لپاره ګرانه تمامیږي. روسیې ویلي دي چې په افغانستان کې د همکارۍ په بدله کې پکار ده چې ناټو د روسیې څو غټ شرطونه ومني. د روسیې لخوا لومړی شرط دا دی چې ناټو به د پخواني شوروي اتحاد په هیڅ یوه هیواد کې د درې زرو نه زیات عسکر نه ځای پر ځای کوي. د روسیې دویم شرط دا دی چې ناټو به د ختیځې اروپا په هیوادونو کې په یوه کال کې د دوه څلویښتو ورځو نه د زیاتې مودې لپاره جنګي الوتکې نه پریږدي او د دغو الوتکو شمیر به هم د 24 نه زیات نه وي. روسیې همدرانګه ویلي دي چې دغه هیواد ته دې دا حق ورکړل شي چې د ناټو هغه پریکړې دی هم رد کړی شي چې غواړي د مرکزي آسیا، بالکان او یا د بالتیک هیوادونو په سیمې کې په زیات شمیر پوځ ځای پر ځای کړي. د مجلې په قول د روسیې همدا غوښتنه د ناټو لپاره زیاته جنجالي ده.

مجلې په پای کې د روسیې د پارلمان د مشرانو د جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګې د مشر میخایل مارګیلوف له قوله لیکلي دي چې ممکن ناټو به د روسیې ټول شرطونه ونه مني خو که چیرته د روسیې یو یا دوه شرطونه هم ومنل شي نو دا به د روسیې لپاره یو ښه خبر او ستره بریا وي. مارګیلوف همدرانګه ویلي دي چې ناټو په افغانستان کې تر ټولو ستر قدرت دی او پدغه هیواد کې که چیرته ناټو د تروریزم پر ضد جګړه کوي نو دا په حقیقت کې د روسیې سره ستره همکاري ده او پدې سره د روسیې زیاتې امنیتي ستونزې حل کیږي.

د ناټو د روسیې په جنوب کې ددغه هیواد سرحدونه خوندي کړيدي او که چیرته ناټو په افغانستان کې ناکامه شي نو د مرکزي آسیا هیوادنه به هم بې ثباته او ناامنه شي چې دا کار په مستقیم ډول د روسیې په امنیت او چارو باندې اغیزه کولی شي.

XS
SM
MD
LG