د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشرانو د امریکایي چارواکو سره مخامخ خبرې کړیدي، مطبوعات


د طالبانو مشرانو د امریکایي چارواکو سره مخامخ خبرې کړیدي، مطبوعات
د طالبانو مشرانو د امریکایي چارواکو سره مخامخ خبرې کړیدي، مطبوعات

د ګلوب اینډ میل ورځپاڼه په یوې مقالې کې لیکلي دي چې د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې باید چې پټې وساتل شي او که داسې ونشو نو ممکن چې دا خبرې به ناکامه شي.

د ګلوب اینډ میل ورځپاڼې د شنبې د ورځې په ګڼې کې د پاکستان د مشهور ژورنالست او د سیاسي چارو څیړونکي احمد رشید هغه مقاله خپره کړیده چې وایي د طالبانو سره د روغې جوړې روانې خبرې دې محرمې وساتل شي او که داسې ونشو نو دا خبرې به هم چندانې ګټه ونلري او یو ځل بیا به د ناکامۍ ښکار شي.

د مقالې په پیل کې لیکل شویدي چې د انټرکانټینټل په هوټل باندې د شپې لخوا د طالبانو د زړه ور برید نه دا مالومیږي چې دغه خبرې څومره اههمیت لري. احمد رشید د مقالې په یوې برخې کې لیکلي دي چې د طالبانو سره د خبرو جریان یې د 2005 کال راپدیخوا تعقیب کړیدی چې پخوا یوازې د افغان ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د ځینو عناصرو تر منځ کیدلې خو اوس پکې د امریکا متحده ایالت هم راګډ شویدي.

خو احمد رشید وایي د طالبانو سره د روغې جوړې په اړه کومې خبرې چې پدې تازه وخت کې د افغانستان، امریکا او برتانیې حکومتونو افشا کړیدي، ډیر خطرناک عمل دی او ممکن چې د همدې امله به دا خبرې په داسې یوه وخت کې ناکامه شي چې اوس یوه مهم پړاو ته رسیدلی دي.

مقاله په یوه بل ځای کې لیکي چې که چیرته د طالبانو سره د روغې جوړې روانې خبرې ناکامه شي نو دا نه یوازې د افغانستان بلکه د پاکستان لپاره هم زیات خطر لري چې همدا اوس په زیاتو ستونزو او د بې امنیتو سره لاس او ګریوان دی. مقاله وایي که چیرته د طالبانو او افغان حکومت تر منځ سیاسي روغه جوړه ونشي او په عین وخت کې د پاکستان، امریکا او په سیمه کې یو ډول سیاسي جوړجاړی ونشي نو نه یوازې دا چې افغان قواوو ته د امنیتي چارو د ساتنې د مسؤلیت سپارل به امکان ونلري بلکه د دغه هیواد نه د بهرنیو قواوو وتل هم ناشوني دي.

احمد رشید وایي چې د لومړي ځل لپاره د طالبانو د مشرانو او د امریکا د حکومتي چارواکو تر منځ مخامخ خبرې د 2010 میلادي کال د نومبر د میاشتې په 28 مې د جرمني د مونیخ په ښار کې وشولې چې مشري یې د جرمني یوه دیپلومات کوله. ورځپاڼه وایي پدې خبرو کې چې 11 ساعته یې ادامه لرله، د طالبانو په غوښتنې د قطر ځینو چارواکو هم برخه اخیستې وه.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې د دویم رونډ خبرې د فبروري د میاشتې په 15 د قطر په پایتخت دوهه کې وشولې او د همدغو خبرو نه یوازې درې ورځې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن د طالبانو سره د سیاسي روغې جوړې په اړه د امریکا د دریز په اړه داسې تبصره وکړله چې تر اوسه یې ساری ندی لیدل شوی.

میرمن کلنټن ویلي ؤ امریکا داسې سیاسي هڅو ته زور ورکړیدی چې له برکته به یې یوې داسې سیاسې نتیجې ته ورسیږو چې د طالبانو او د القاعده د شبکې تر منځ به اړیکې وشلیږي، په افغانستان کې د حکومت پر ضد روان بغاوت په پای ته ورسیږي او په همدې خاطر به یوازې په افغانستان بلکه په ټولې سیمې کې ثبات او امنیت رامنځته شي.

ورځپاڼه وایي چې د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ د دریم ځل لپاره خبرې د مې د میاشتې په 7مې او اته مې نیټې بیا په جرمني کې وشولې. پدغو خبرو کې تر ډیره حده د طالبانو او امریکا تر منځ د باور د رامنځته کیدو په لارو چارو باندې خبرې شویدي. د بیلګې په توګه په طالبانو باندې د بندیزونو لیرې کول، د سیاسي بندیانو آزادول او د طالبانو لپاره د یوه دفتر پرانیستل هغه مسایل ؤ چې زیات بحثونه پرې شویدي.

ورځپاڼه وایي چې ملګرو ملتونو د جون د میاشتې په 17 مې نیټې یوه مهم ګام واخیسته او د امریکا د متحده ایالاتو هغه غوښتنه یې ومنله چې ویلي یې ؤ ملګري ملتونه باید چې د بندیزونو په لیست کې د طالبانو او د القاعده د شبکې غړي سره جلا کړي. ورځپاڼه وایي چې د ملګرو ملتونو دا اقدام چې القاعده او طالبان یې د بندیزونو په تور لیست کې سره بیل کړل، د طالبانو سره په خبرو کې یو ستر ګام دی.

ورځپاڼه وړاندې وایي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د هر ځل مخامخ خبرو په اړه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته مالومات ورکړل شویدي او هغه هم د طالبانو د دې غوښتنې سره پوره ملاتړ څرګند کړیدی چې غواړي مخامخ د امریکا سره خبرې وکړي. پاکستاني مشرانو ته هم د خبرو د جزیاتو په اړه توضیحات ورکړل شویدي خو ورځپاڼه وايي چې هغوي پدغو خبرو باندې شک او تردید ښکاره کړیدی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې امریکا او جرمني پدې اند دي چې د بن د لومړي کنفرانس په شان دویم کنفرانس هم جوړ کړي چې پدې سره به د طالبانو سره د روغې جوړې خبرې رسمي بڼه غوره کړي. خو ورځپاڼه وایي چې طالبانو تر دې دمه د هغوي دا غوښتنه نده منلې او دا کار وخت ته اړتیا لري.

د طالبانو مشرانو د امریکایي چارواکو سره مخامخ خبرې کړیدي، مطبوعات
د طالبانو مشرانو د امریکایي چارواکو سره مخامخ خبرې کړیدي، مطبوعات

ورځپاڼه وایي چې د امریکا او طالبانو تر منځ په مخامخ خبرو کې جرمني مهم نقش لوبولی چې په افغانستان کې هم د جرمني هڅې ستایل شویدی ځکه چې جرمني د افغانستان په کورنۍ جګړې کې د هیڅ یوې ډلې ټپرې ملاتړ ندی کړی او حتی ډیر ځل یې دا هڅه کړیده چې پدغه هیواد کې د طالبانو او د هغوي د دښمنانو تر منځ جګړه پای ته ورسوي.

جرمني په لومړي ځل د 2009 کال د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو په غوښتنې د هغوي د استازو سره په دوبې کې ولیدل. تر هغې وروسته د باور د راپیدا کیدو په موخه جرمني او طالبانو اته ځله سره کتلي دي او بیا وروسته امریکا هم پدغو خبرو کې راګډ شو.

ورځپاڼه وایي جرمني غوښتل دا یقیني کړي چې په خبرو کې د طالبانو د شورا اصلي غړي چې مشري یې پخپله ملا محمد عمر کوي، برخه ولري او امریکا هم د دغو کسانو په پیژندګلوۍ کې پوره هڅې کړیدي.

د طالبانو یوه غوښتنه دا هم وه چې په خبرو کې دې یو مسلمان هیواد هم برخه ولري او هغوي قطر د یوه دریمګړي هیواد په صفت په خبرو کې راګډ کړیدی چې د ورځپاڼې په قول په خبرو کې یې مههم نقش لوبولی دی. پاکستان، سعودي عربستان، هندوستان، ترکې او ایران ټولو یې په افغانستان کې د جګړه مارو ډلو ملاتړ کړیدی خو قطر بیا تل بې غرضه پاتې شویدی او په همدې خاطر طالبانو دغه هیواد په خبرو کې راګډ کړیدی.

خو ورځپاڼه وایي داسې وخت به راشي چې طالبان به هم د امریکا سره د خبرو مسله پخه کړي چې تر اوسه یې ندی کړی او په کلکه یې ردوي. احمد رشید د مقالې په پای کې لیکي ،د طالبانو یوه پخواني مشر ورته دا ویلي دي چې اساسي ستونزه د طالبانو او د امریکا د متحده ایالاتو تر منځ ده او هغوي د افغانستان حکومت ته د ستونزې دویمه برخه ګڼي او په همدې خاطر هغوي غواړي چې مخامخ د نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړي. احمد رشید وایي چې مطبوعات باید چې په خبرو کې د ښکیلو طالبانو نومونه افشا نکړي ځکه چې د القاعده د شبکې په شان ځینې ډلې چې غواړي دغه خبرې ناکامه کاندي، دا هڅه کوي چې دغه کسان ووژني او زیاتوي چې پخپله د افغانستان د حکومت هڅې بیا د ګاونډیو هیوادونو د حکومتونو لخوا د ستونزو سره مخامخ شویدي او وایي پکار ده چې د دې خبرو جزیات په بشپړه توګه محرم وساتل شي او که داسې ونشي نو ممکن چې ناکامه به شي.

XS
SM
MD
LG