د لاس رسي وړ اتصالات

تبصرې: افغانستان کې دامریکايي عسکرو تلفات زیات شوي


تبصرې: افغانستان کې دامریکايي عسکرو تلفات زیات شوي

تبصرې: افغانستان کې دامریکايي عسکرو تلفات زیات شوي

د واشنگټن ټایمز ورځپاڼې د اگست د نهه ویشتمې نیټې په گڼه کې لیکلي دي چې په دې هفته کې د امریکايي عسکرو تلفات زیات شوي دي.

ورځپاڼه لیکي د ملک په بیلو بیلو برخو کې په دې موده کې اوه امریکايي عسکر وژل شويد ي.

واشنگټن ټایمز لیکي، دامریکا د دیرشو زرو اضافي عسکر په راتگ سره اوس په افغانستان کې جنگونه زور اخیستي دي. اوس په ملک کې څه د پاڅه ١٢٠ زره بهرني عسکر اوسیږي چې په دې کې یو لک یې یواځې امریکایان دي. ددغو عسکرو ډیره شمیره د کندهار او هیلمند په ولایتونو کې میشته دي چیرته چې هره ورځ جنگونه پیښیږي او هدف یې دادی چې طالبان له دې دوو ولایتونو څخه وشړل شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د اگست د نهه ویشتمې نیټې په گڼه کې دا مطلب لیکلی دی چې په افغانستان کې د هفتې په پای کې د امریکايي پوځیانو مرگ ژوبله زیاته شویده. ورځپاڼه لیکي، اوه امریکايي عسکر د افغانستان په ختیزواو جنوبي سیمو کې د هفتې په پای کې ووژل شول. خو په تیرو څوهفتو کې د امریکااوناتو د عسکرو په تلفاتو کې کموالی راغلی ؤ.

نیویارک ټایمز لیکي ددغو تازه تلفاتو سره په دې میاشت کې د ائتلافي قواوو په منځ کې د وژل شوو عسکرو شمیر ٦٢ ته ورسید. دغه شمیر په جولای کې ٨٨ عسکر ؤ او د تیر جون په میاشت کې د امریکايي عسکرو شمیره تر ټولو مرگانۍ وه او په دې میاشت کې ١٠٢ بهرني سرتیري په افغانستان کې وژل شوي وو.

ورځپاڼه لیکي ناتو د سږکال د پیل نه راپدې خوا د خپلو عسکرو شمیره درې چنده زیاته کړي دي. همدارنگه د ای ساف قواوو د بادغیس د تیرې هفتې د پېښې په اړه له یو لړ تحقیقاتو نه داسې نتیجه تر لاسه کړیده چې هغه افغان پولیس چې په دغه ولایت کې درې تنه هسپانویان ووژل او وروسته پخپله هم ووژل شو یو ترورست ؤ. دغو تحقیقاتو دا خبره رد کړه چې گواکې د هسپانوانیانو سره د یوې شخړې په ترڅ کې دا پولیس وژل شوی دی. افغان او د ناتو قواوې وايي چې مخ کې دغه پولیس د ترورستانو سره د اړیکو په تور یو ځل برطرفه شوی هم ؤ.

ورځپاڼه لیکي کله چې پولیس بندې شوی ؤ، خو د سیمې د مشرانو په وساطت چې دی یې یومعتمد سړی ښودلی ؤ، هغه خوشې شو او بیا د پولیسو صفوفو ته بیا راغی. د نښتې نه وروسته یو شمیر خلک د بادغیس د ولایتي بیا رغونې د ټیم د دفتر نه دباندې راغونډ شول او د پولیسو په وژل کیدلو یې اعتراضونه وکړل. په دې خلکو کې ځنو سره څو ډوله وسلې وې او ددې بلوا د غلي کولو په وخت کې پنځه ویشت کسان ژوبل شول.

لاس انجلس ټایمز د خوست د ولایت د وروستۍ پیښې په برخه کې چې په کې یاغیانو د امریکايي عسکرو په یوې اډې باندې برید وکړ لیکي،

ټوپکوالو او ځان مرگي برید کونکو په خوست کې د لویدیزو قواوو په یوه ډیره مهمه اډه باندې حمله ترسره کړله. ویل کیږي چې په دې برید کې دوه افغان عسکر او شل تنه یاغیان ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي چې د تیرې شنبې په ورځ یوه شمیر ټوپلکوالو او ځان مرگي بریدکونکو د خوست په نارام ولایت کې چې د پاکستان د سرحد سره نژدی پروت دی دی په یوه مهمه اډه باند ې سخته حمله وکړه. د افغان او غربي سرچینو د رپوټونو په اساس حمله شنډه شوه او په کې ٢٠ یاغیان له منځه ولاړل خو د ناتو عسکرو ته کومه مرگ ژوبله پیښه نه شوه.

لاس انجلس ټایمز لیکي، ددې په ترڅ کې، په تیرو څلورو میاشتو کې طالبانو او نورو یاغي ډلو د لویو او غښتلو اډو پرضد په کندهار، جلال اباد او بگرام کې بې گټې حملې کړي دي. د طالبانو مقصد د دغه راز حملو نه دادی چې ټولو ته ووايي چې دوی څومره په خپل عزم ټینگ ولاړ دي او غواړي چې په دې لاره کې خپل سروبایلي. دوی پخوا داسې حملې نه کولې. دوی به د خرپ او ترپ جگړې کولې. پخوا دا حملې په دې نه کیدلې چې دوی ته معلومه وه چې دداسې مستحکمو اډو لاندې کول سخته خبره ده. خو د شنبې په ورځ د یاغیانو نه دوو تنو وکړای شول چې د سالرنو ساحې ته داخل شي خو د ناتو په خبر چې دواړه ځای په ځای ووژل شول. د ناتو په خبر کې راغلی دی چې دوی نه زیاته اندازه وسله او دوه موټر هم په ځای پاتی شويدي.

د انترنیشل هیرالد تربیون ورځپاڼه د اگست د دیرشمې نیټې په گڼه کې درویترز په حواله لیکي چې د امریکا سناتور جان کی ري اخطار ورکړی دی چې د سیلابونو سره به د پاکستان ثبات ته خطر ورسیږي.

ورځپاڼه لیکي، سیلاب ځپلی پاکستان د بین المللي ټولنې مرستو ته زیاته اړتیا لري تر څو خپل ثبات خوندي کړي اود افراطي ډلو په مقابل کې ودریږي. دا خبره د امریکا یوه ډیربانفوذه سناتور جان کې ري په داسې حال کې کړېده چې د پاکستان په ملیونو خلک د لوږې او ناروغتیاوو سره مخ دي.

په یوې تبصره کې چې د انترنیشنل هیرالد تربیون په ورځپاڼه کې خپره شوېده ، جان کیرې چې د امریکا په سنا کې د بهرنیو چارو د کمسیون رئیس هم دی ویلي دي چې بین المللي ټولنه د پاکستان په وړاندې خپل مسئولیتونه نه ادا کوي چیرته چې شپاړس سوه خلک د سیلابونو په واسطه ووژل شول او شپږملیونه خلک یې بې کوره کړل.

ورځپاڼه د کې ري له قوله لیکي، د سیلابونو خطر د یوه بشري بحران نه یې اغیزې هاخواته غځیږي. جان کي ري د خپلو خبرو په دوام وايي:

"یو پرامنه او باثباته پاکستان، چې په کې دموکراسي اود قانون حاکمیت موجود وي، زمونږ په ټولو اهدافو کې شامل دی. پاکستان د تروریزم او افراطیانو پرضد بیدریغه هڅې وکړې او ډیرې قربانۍ ورکړې. خو ددې لپاره چې هڅې یې اغیزې وکړي ، ددې بحران د قابو کولو لپاره موثرو گامونو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG