د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: پر پاکستان له تکیې پرته څه چاره؟


واشنگټن پوسټ: پر پاکستان له تکیې پرته څه چاره؟

واشنگټن پوسټ: پر پاکستان له تکیې پرته څه چاره؟

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د ډیوډ اگناتیوس په قلم یوه مقاله لیکلې ده. ورځپاڼه لیکي، په تیرو نهو کلونو کې چې امریکا په افغانستان کې جنگیږي، هرمتفکر انسان چې د جنگ حالات تعقیبوي، ورته اندیښنه لویږي: ایا امریکا په پاکستان تکیه وکړي؟ ایا زمونږ متحدین به دې ته حاضر شي چې په خپله خاوره کې د پولو په امتداد کې د طالبانو خوندي ځایونه وتړي؟ او ایا ددې کار لپاره پاکستانیان څه زیارباسي؟

په دې هفته کې د جنگ په اړه د ډیرو زیاتو اسنادو رابرسیره کیدل چې ویب پاڼې ویکي لیکس خپاره کړل، ځنې پوښتنې راولاړې کړي دي، خو په دې کې تر ټولو مهمه پوښتنه هغه د پاکستان معمی ده. که څه هم د امریکا حکومت په عمومي ډول ددغو محرمو اسنادوا فشا دومره مهمه ونه بلله خو، سترمامورین داخبره مني چې د پاکستان دا قوت چې د طالبانو د پناه اخیستلو د ځایونو بندول، یوه پریکنده موضوع ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیم جونز د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل: د طالبانو د پټیدلو ځایونه غټه سوالیه ده. ده وویل طالبان او ددوی پلویان ددغو پناه ځایونو نه د ځان د تسلیح، روزنه، بیا راټولیدلو، د استخباراتو او د امریکا د ستراتیژۍ په مقابل کې کار اخلي.

پاکستانیان دا خبره په زغرده ردوي چې ددوی د استخباراتو دستگاه طالبانو سره مرسته کوي، او دا ادعا لري چې د ویکي لیکس په اسنادو کې ډیرتیت او پرک او ناپاخه معلومات خپاره شوي دي.

خو واقعیت دادی چې اوس هم طالبان د پاکستان له خاورې نه په ډاډمنه توگه کار اخلي او په حقیقت کې ددوی حملې ورځ تر بلې زیاتیږي. وروستۍ خبره داده ترهغه پورې دغه حالت به بدل نه شی نو کیدلای شي چې امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ شی.

بیاهم جونز د پاکستان پوځ په دې وستایه چې په تیرو اتلسو میاشتو کې په پولو کې عملیات سرته رسولي دي. مگرده دا خبره هم وکړه چې باید نورڅه هم او هغه هم ډیر ژرسرته ورسیږي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیم جونز وویل په سیمه کې حالات وروسته له هغه ډیر پیچلي شول چې کله د پاکستان اردو په ٢٠٠٦ کال کې د طالبانو سره د روغې په وخت دوی سره موافقه وکړه که چیرې دوی په پاکستان کې عملیات ونه کړي نو په مقابل کې دوی کولی شي چې په افغانستان کې په ازاد لاس عملیات ترسره کړي.

جونز چې په هغه وخت کې په سیمه کې دناتو قوماندان ؤ، پاکستان ته په همدې برخه کې اخطار ورکړی ؤ. جونز وویل چې کله پاکستان طالبانو ته دا اجازه ورکړه چې افغانستان ته په ازاده ورشي نو دوی په افغانستان کې ډیر پرمختگ وکړ، دا پرمختگ ددې سبب شو چې اوباما د زیاتو عسکرو په لیږلو غواړي چې دغه پروسه دروي.

نیویارک ټایمز د جولای د اته ویشتمې نیټې په گڼه کې لیکي، د اوبو په شان هغه څپه چې د افغانستان د جگړې په هکله اسناد برسیره شول، یو تریخ حقیقت بیانوي. حالات د امریکا په کنټرول کې نه دي.

ورځپاڼه زیاتوي، څومریه چې مونږ غواړو خپلو تر حمایې لاندې بهرنیانو سره مرستې کوو، هغومره دوی په مونږ باندې په هغه څه چې مونږ دوی ته کوو، په غصه کیږي .

په داسې حال کې چې کانگرس د جنگ د مخارجو برسیره ٥٩ ملیارده ډالرپه تصویب ورسول، زمونږ دوستان نه یواځې دا چې مننه یې ونه کړه برعکس دوی نورهم زمونږ اهانت وکړ.

امریکا پاکستان ته په ملیاردو ډالر پیسې ورکړې ، خو په مقابل کې دوی د شالخوا په چاړه ووهلو، دوی په ظاهره کې وايي چې یاغیانو سره جنگیږو خو په پټه ددوی سره مرسته کوي.

رابرت گیبز د اوباما دا خبره یاده کړه چې ویلي دي مونږ پاکستان ته سپین چک نه شو ورکولی. خو دا یواځې تیره هفته وه چې د امریکاد بهرنیو چارو وزیرې هلرې کلنټن اسلام اباد ته ولاړله او هلته یې پنځه سوه ملیونه ډالره پیسې دغه هیواد ته ورکړې او همدارنگه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په مجموعي ډول اوه اعشاریه پنځه ملیارده ډالرو ژمنه وکړه.

هغه دا خبره هم وکړه چې امریکا غواړي د پاکستان سره د شک او تردید فضا بدله کړي ځکه ډیر داسې موارد شته دي چې دواړه هیوادونه په گډه کار وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت گیبز وویل که څه هم د ویکي لیکس لخوا د اسنادو افشاکول او د نیویارک ټایمز لخوا دهغوی خپرول یو نوی کار نه دی خو دغه اسناد یو ډیر زړه بوگنونکي حقیقت بیانوي. طالبان ورځ په ورځ پرمختگ کوي، نو ولی ځمونږ اضافي دیرش زره عسکر کارورنه کړي.

مونږ دوو ملکونو باندې یرغل وکړ او دریم سره متحد یو خو ټول مونږ سره ددوه مخي سیاست چلوي.

د گاردین ورځپاڼه چې په لندن کې خپریږي د بریتاني د صدراعظم ډیوډ کیمرون له قوله لیکي چې پاکستان ته باید اجازه ورنه کړی شي چې تروریزم پیاوړی کړي.

ورځپاڼه لیکي، د بریتانیې د صدراعظم خپرې چې د هند په بنگلور کې یې کړي دي د هند د دغه نظر سره اړخ لگوي چې وايي د پاکستان مقامات نړی ته تروریزم صادروي. ده په هند کې په دې اړه وینا کړیده.

ورځپاڼه زیاتوي، ډیوډ کیمرون په دې سلسله کې د پاکستان سره په ډپلومات جنجال اوړي. ده په ممبیی کې د تروریزم په وحشت خبرې وکړې. هند ددغو پیښو پړه په پاکستاني مقاماتو اچوي.

د گاردین ورځپاڼه لیکي چې کیمرون د پاکستان نه د راغلو خطرونو په باب تیره هفته د اوباما سره خبرې کړي دي. دی به سباته دغه خبرې د هند د صدراعظم سره هم وکړي. کیمرون د هند د نظر سره نژدی دی چې موافق شي. ده ویلي دي مونږ دغه حالت نه شو زغملی چې دغه هیواد ته دا اجازه ورکړشي چې تروریزم صادر کړي، چې دا افغانستان وي یا هند وي یا هرچیرته په نړی کې. هغه وویل زمونږ اړیکې ځکه مهم دي چې دا سمه خبره نه ده چې هغو ډلوسره مرسته وشي چې تروریزم هڅوي. دا ډیر څرگند پیغام دی چې پاکستان ته ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG