د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوسټ: په افغانستان کې زمونږ ښه چانس


جمهور رئیس اوباما همدا تیره اونۍ د افغانستان د ستراتیژئ نوې کتنه اعلان کړه.
جمهور رئیس اوباما همدا تیره اونۍ د افغانستان د ستراتیژئ نوې کتنه اعلان کړه.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د ډسمبر د نولسمې نیټې په گڼه کې لیکلي دي، اوس چې جمهوررئیس براک اوباما جنرال ډیوډ پټریس ته دا صلاحیت ورکړی دی چې د افغانستان په اړه اوسنۍ ستراتیژي وړاندې یوسي، نو اوس دا پوښتنه کیږي چې ایا دغه ستراتیژي به بریالۍ شي که نه؟ د امریکا دغه نظر چې پاليسي یې په ځنو مواردو کې پرمختگ ښيي خو داسې هم ښودل شوي دي چې باید چلنجونه له منځه ولاړشي ترڅو دغه لاس ته راوړنې تلپاتې شي.

واشنگټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې سږني نظامي پرمختگونه د انکار وړ نه دي. په افغانستان کې جگړه په سمه توگه د یاغیانو د ځالو په ورکولو کې او د هغو شرایطو په اماده کولو مرسته وکړه چې دوی به بیا دځان د تنظیمولو جوگه نه وي. ایتلافي قواوو دکندهار او هیلمند په ولایتونو کې د طالبانو مهم مرکزونه ویجاړ کړل، دا هغه ځایونه وو چې هغوی په کې په کلونو کلونو ځای په ځای وو. پوځي عملیاتو د طالبانو هغه هم اهنگې حملې چې په کابل کې یې دننه کولې، مختلې کړلې. د امریکااو ملگرویې او د افغانستان د خاصو قواوو په ډراماتیک ډول زیاتوالی او ددوی پرضد عملیاتو د طالبانو د مشرانو او تسهیل کونکو شبکې ماتې کړې.

ورځپاڼه لیکي ایتلافی قواوو زیاتې اندازې چاودیدونکي مواد، مخدره مواد، نورې وسلې ونیولې او په دې وسیلې سره د چاویدونکو وسیلو د جوړولو نرخونه یې جگ کړل. دغه لاس ته راوړنې ډیرې مهمې دي نسبت دې ته چې طالبان د افغانستان په شمال کې په ځنو برخو کې خپل فعالیت پراخ کړی دی. دلته ددوی دغه فعالیتونه د افغان او ایتلافي پوځونو له خوا خنثی کیږي.

واشنگټن پوسټ وايي، خو له هغه ځایه چې په پاکستان کې د طالبانو د مسئونو ځایونو خبره ده، په دې برخه کې خاص پرمختگ نه دی شوی. د اوباما ادارې د پاکستان د حکومت د ځنو هڅو په وړاندې ډیر زیات سخاوت نه کار اخیستی دی. پاکستان یواځېانو ېواځې په هغو ډلو باندې فشار راوړ چې یواځې په پاکستان کې تخریبی فعالیتونه کوي. د پاکستان پوځ په کویته او وزیرستان کې درې قول اردوگانې لري او په دې ځایونو کې د افغانستان د طالبانو اډې هم پراته دي او هم د القاعده او د حقانی د ډلو پورې تړلی گروپونه اوسیږي. که چیرې اسلام اباد و غواړي ددغو ډلو په مقابل کې څه وکړي نو کولی شي، خو دغه کار یې نه دی کړی.

واشنگټن پوسټ لیکي، نورې خبرې به ستونزه حل نه کړي. پاکستان ښه پوهیږي چې مونږ هغوی نه څه غواړو، چې څه وکړي او څه ونه کړي. خو دوی دا خبره غوره گڼی چه څه ونه کړي او دا سره ددې دي چې امریکا پاکستان ته په زیاته پیمانه مالي مرستې برابروي. یواځې په افغانستان کې د پاکستان په گوډاگیانو باندې زیات فشار کولی شي د پاکستان ستراتیژیکه محاسبه متاثره کړي. اوس یواځنی کار دادی چې امریکا او انډیوالان یې پاکستان، افغانستان او طالبان په دې قانع کړي چې مونږ میدان وړلی شو، نو بیا وضعه بدلیږي. د امریکا د جمهوررئیس د تعهد تجدید چې په افغانستان کې ډیره موده پاتی کیږي، د ډیر اهمیت وړ خبره ده. خو ددې نه لا ډیر مهمه خبره داده چې په افغانستان کې امریکایی عسکر وپوهیږي چې مونږ میدان گټو.

واشنگټن پوسټ لیکي، مونږ په افغانستان کې په دې شرط په دوامداره توگه پرمختگ کولی شو چې د یاغیانو پرضد جگړه همداسې دوام ولري. امریکايي جنرال جیمز کرت رایت د پنجشنبې په ورځ وویل، مونږ په افغانستان کې د عسکرو په شته والی سره د امتیاز خاوندان یو، ځکه نو ددې په ځای چې خپل دښمنان هلته په پاکستان کې مختل کړو مونږ کولی شو هغوی همالته په افغانستان کې دنه له پښو وغورځوو. دا کار په پاکستان کې یې نه شو کولی. اوس چې زمونږه ستراتیژي د ارتقا پړاوونه وهي نو مونږ باید د پاکستان خبره پریږدو او پرځای یې په افغانستان کې تمرکز وکړو ترڅو په افغانستان کې وضعه د ځان په گټه بدلون ورکړو.

واشنگټن پوسټ لیکي، د امریکا حکومت په دې برخه کې څرگند دریځ لري چې هڅه وشي خپل ماموریت په افغانستان کې دومره پراخ کړو چې زمونږ ملي گټې یې غواړي. مونږ باید ددې نه هم ډډه وکړو چې یواځې له امریکایی پوځیانو نه مسئولیتونه د افغانستان پوځ ته وسپارو. جمهوررئیس اوباما باید دا خبره باندې غور وکړي چې زمونږ هدف باید یواځې داسې ونه اوسي چې مسئولیت افغانانو ته وسپارو او په خپله ورنه راووځو بلکه زمونږ هدف باید داوي چې امریکا بریالۍ شي.

XS
SM
MD
LG