د لاس رسي وړ اتصالات

پوسټ: 'افغانان ندي پوه چې امریکایان څه کوي'


پوسټ: 'افغانان ندي پوه چې امریکایان څه کوي'

پوسټ: 'افغانان ندي پوه چې امریکایان څه کوي'

د امریکا مشهورې ورځپانی واشنگټن پوست د نومبر د شلمې نیټی په گڼه کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکایانو ستر مشکل دا دی چی دوی تر اوسه افغانان په دی سم نه دې پوه کړي چې امریکایان څه دپاره افغانستان کې پراته دي.

واشنگټن پوسټ د پولسټر په نوم د یوې ادارې لخوا تیارې شوې سروې په اساس وایی چی په هلمند او قندهار کی سلو کی اتیا کسان په دې خبر دی چی کال ٢٠٠١ کی د ستمبر په یولسمه نیټه امریکا کی څه شوی وو.

واشنگټن پوسټ لیکی چی د سروې نه دا هم معلومیږی چی د افغانستان د پښتنو په اکثریتی سیمو کی خلک په دی قانع نه دی چی گنی امریکایان د طالبانو نه بهتره حالت راوستئ شی او دا گڼي چی امریکایان د دوی عنعنو ته درناوئ نه کوي او نه ورنه د خیر کومه تمه کیدای شی

ورځپانه واشنگټن پوسټ د جمهورریس حامد کرزي د هغې شکایت په باب هم لیکی چی وایی امریکایان باید خپل عملیات اصلاح کړی.

واشنگټن پوسټ لیکی چی دا خبر یوازی د جمهورریس کرزی د خولی خبره نه ده بلکې امریکایان باید ډیر په دقت سره ورته غوږ ونیسی او د زړه په غوږونو یې واوري چی افغانان غواړي چی خپله خاوره خپل او خپل اختیار ولري.

واشنگټن پوسټ لیکی چی ناټو په جنوبی برخو کی د زړونو او ذهنونو د گټلو کوم کمپاین چی پیل کړیدی هغه ښه دې خو کافی نه دی او پکار دې چی په خپل کارونو کی نور هم تغیرات راولی.

واشنټگن پوسټ د دغی سروې د مسولې نوراین میکډانلډ له قوله لیکی چی په سروی کی یو څه واقیعتونو په گوته شویدی. او دا به د خبریالانو او بلکی د امریکا سیاستمدارانو کار هم اسانه کړی. نوراین میکډانلډ چی په هلمند او قندهار کی یې پنځه کاله وخت تیر کړیدی ،هغه وایی چی:

دا سروې یې په تیر اکتوبر کی کړیده او دی نه وړاندی یې په جون میاشت کی هم داسې سروې کړې وه. او دواړو سروې گانو نه دا معلومه شوې چی تر اوسه افغانان د امریکایانو د راتگ په سبب نه پوهیږی او د پاتی کیدو په جواز یې هم قانع نه دي.

واشنگټن پوسټ ورځپانه د دغی سروې په اساس وایی چی سلو کی نیم فکر کوی چی وروستی پوځی عملیات بی ضرورته وو. سلو کی ٥٨ وایی چی د خارجیانو سره کار کولو ناروا دی. سلو کی ٥٥ وایی چی باید د دوی په سیمه کی د طالبانو په ضد عملیات ونشی. او سلو کی ٧٢ وایی چی خارجیان د دوی دود دستور ته درناوی نه کوی .

واشنگټن پوسټ زیاتوی چی جمهورریس اوباما تیر کال دسمبر کی د افغانستان دپاره د ستراتیژی د اعلانولو په وخت ویلی وو چی ایتلافی قواوی به طالبان د قندهار نه وباسی ، هلته به یو بامسولیت حکومت راولی او په خوا شا سیمو کی به بغاوتونه وځپي.

خو واشنگټن پوسټ بیا د دغی نوې سروې په اساس وایی چی ښاغلی اوباما چی د افغانستان د پاره کوم خوب لیدلی و هغه هغه شان تعبیر نه شو. سروې وایی چی سلو کی ٦٩ وایی چی ناټو د دوی د سر ساتنه نه کوی. ٥١ وایی چی د ناټو د عسکرو چلند ډیر ناسم دی. ٦٥ وایی چی د طالبانو نه زیات ملکی کسان د خارجیان په حملو کی وژل شویدی

واشنگټن پوسټ ورځپانه زیاتوی چی په هلمند او کندهار کی د افغان پوځ او پولیسو په باب خلک یو څه ښه فکر کوی. خو دومره هم نه چی هر څه ورته وسپارل شی.

د سروې له مخی سلو ٥٢ وایېی افغان پوځ سم کار کوی، ٣٩ بیا د پولیسو نه خوشاله برېښی. خو کله چی د ټول واک د سپارلو خبره مخی ته راشی نو سلو کی ٦١ وایی چی دا به سخت کار وي چی خارجیان ووځی او افغان پوځ هر څه کنټرول کړی شي.

واشنگټن پوسټ ورځپانه د دی سروې د یوې مهمی برخی په باب وایی چی سلو کی ٨١ افغانان په هلمند او قندهار کی فکر کوی چی القاعده به بیا سر راپورته کوی او واک به ترلاسه کوی. او ٧٢ وایی چی القاعده به بیا د افغانستان خاوره د غرب خلاف حملو دپاره استعماله کړی.

واشنگټن پوسټ د دغی سروې د تیارونکی نوراین میکډانلډ د قوله لیکی چی اوس هم ډیر څه کیدای شی او د هلمند او قندهار د خلکو ملاتړ ترلاسه کیدای شی. دوی په دی قانع کیدای شی چی طالبان که ډیر هم ښه شی خو دوی ته د بهتره ایندې تظیمن نه شی ورکولای. هغه مثال ورکوی که چرې ټولو منطقو کی برق ورسولې شی نو خلک به د خارجیانو او طالبانو د وخت په فرق پوه شی. چی خارجیان رڼا او طالبان تیاره راولی.

هغه بل وړاندیز دا کوی چی په دغو منطقو کی ډیر ځوانان د ولور د پیسو د نه لرلو په وجه مجرد گرځی او طالبانو سره یو ځای کیږی که چیرې امریکایان ورته د واده دپاره پیسې ورکړي نو دوی کیدای شي په خپل کور کې مصروف شي.

نوراین میکډانلډ وایی چی د ملکی کسانو د ژوند ساتنه او په ژوند کی بهتری راوستل باید د نړیوالو قواو د پلانونو د سر ټکی ووسی.

XS
SM
MD
LG