د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکو د کابل بانک په اړه تحقیقات پیل کړل، مطبوعات


افغان چارواکو د کابل بانک په اړه تحقیقات پیل کړل، مطبوعات
افغان چارواکو د کابل بانک په اړه تحقیقات پیل کړل، مطبوعات

د نیویارک ټایمز ورځپاڼی لیکلی چی افغان چارواکیو د کابل بانک په اړه څلور میاشتی وروسته له هغه تحقیقات پیل کړي چی د دی بانک د مشتریانو ترمینځ بی اعتمادی او تشویش پیدا شوی ؤ.

د لویی څارنوالۍ ویاند پرون تصدیق کړه چی دغه تحقیقات یی پیل کړي دي ، هغه وویل چی که په دغو تحقیقیاتو کی معلومه شوه چی کوم چا په دی بانک کی په اداری فساد کی لاس درلود ، هغه به عدالت ته راکش شي.

دغه ورځپاڼه لیکی له هغه وروسته چی دا خبره څرگنده شوه چی کابل بانک د قانون خلاف د بانک شریکانو ته درۍ سوه میلیون ډالره پیسی ورکړی وی ، نو مرکزی بانک پکی مداخله وکړه او د دی بانک په مشرتابه کی یی بدلون راوست.

د ورځپاڼی په قول په دی بانک کی ځینی سیاسی مهم اشخاص شراکت لری چی یو یی د جمهور ریس حامد کرزي ورور، محمود کرزئ او بل یی د جمهور ریس د لومړي مرستیال قسیم فهیم ورور دی.

دغه تحقیقات په داسی حال کی ترسره کیږی چی د ورځپاڼی په قول د افغانستان ټول بانکي سیستم د ستونزو سره مخامخ دئ او دی موضوع د نړیوال وجهي صندوق یا آی ای ایف توجه ځان ته واړوله او دغی اداری ویلی چی تر څو پوری د ملک په ټول بانکی سیستم کی اصلاحات رانشی تر هغو به افغانستان ته بیا قرضه ورنکړل شي.

ورځپاڼه لیکی په کابل کی د یو شمیر غربی ډیپلوماتانو او مامورینو په قول آی ایم ایف غوښتنه کړې چی په کابل بانک او نور بانکونه کی دې اداره تقویه شی او په کابل بانک کی چی کومی پیسی ضایع شوی هغه پروسه بیا تکرار نشی خو خپله آی ایم ایف پرون په دی اړه کومه تبصره ونکړه.

دغه چارواکي زیاتوی چی د کابل بانک بیرته فعاله کیدل ضروري دی مگر دا نه ده معلومه چی د دی کار لپاره به پیسی د کوم مدرک نه راشی.

ورځپاڼه لیکی چی آی ایم آیف د افغانستان په حکومت فشار اچولئ چی د کابل بانک د بانکي حسابونو د تصفیه کیدو لپاره باید یو کمسیون ایجاد شی او هغه هم باید د یوه خارجی محاسبوی شرکت لخوا پرمخ ولاړ شی، خو په دی اړه د کابل حکومت مخالفت کړئ او دا هم معلومه نه ده چی د دی کمسیون مصارف به څوک ورکوي.

په کابل کی غربی مامورینو چی د بانکی مساییلو سره آشنایی لری وایی چی د افغانستان حکومت نه غواړی چی د تحقیقاتو نتایج د بهرنیانو سره شریک کړی مگر هغوی وایی چی که د بانکی تحقیقاتو مصارف د بهرنیانو په غاړه وراچول کیږی نو بیا دا حق هم لری چی د هغو نتایج واوري. بله خبره چی دغو مامورینو کړې هغه دا ده چی آیا د دی نتایجو نه وروسته به مجرم کسان محاکمه کړئ شی او که نه .

ورځپاڼه لیکی چی په کابل کی افغان بانکونه او لویدیځ ډیپلوماتان له دی نه ویره لری چی په افغانستان کی بانکی سیستم کمزورئ دی او دغه بانکونه د قرضو ورکولو درستی پریکړی نشی کولائ او هم که چیری د بانک کومه قرضه تر خطر لاندی راشی نو هغوی د دی قابلیت نلری چی د خپلی قرضی د ژغورلو لپاره ژر تر ژره مناسب اقدام وکړی په تیره که دا قرضه یی داسی کسانو ته ورکړی وی چی حکومتی زور ورسره وی.

XS
SM
MD
LG