د لاس رسي وړ اتصالات

په عربستان کې د زکات پیسې تروریستانو ته ورکول کیږي، مطبوعات


په عربستان کې د زکات پیسې تروریستانو ته ورکول کیږي، مطبوعات
په عربستان کې د زکات پیسې تروریستانو ته ورکول کیږي، مطبوعات

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼی پخپلې ننۍ ګڼی کی لکیلي چې په سعودي عربستان کې په پراخه توګه د ذکات او خیرات پیسې تروررستانو ته ورکول کیږي.

ورځپاڼه د سعودي د ځینو چارواکیو په قول لیکلي چې که څه هم په دی اړه پرمختګ ترلاسه شوئ دئ چی القاعد ته پیسی ورونه رسیږی ، خو چارواکي وایی په دی اړه چی د سعودی په پاچاهۍ کی دی د ذکات او خیرات غټی بودجی کنټرول شي لا مشکلات موجود دي .

د سعودی یوه چارواکی د نامه د نه خپرولو په شرط ویلی چی په سیستم کی تر اوسه پوری خلاُ موجوده ده او کیدای شي بنیادګران د ې خلاُ نه د خپل ځان په ګټه استفاده وکړي.

د ذکات د پیسو د کنټرولو کوم کمسیون چی سعودي عربستان یی د ٢٠٠٢ م کال راهیسی یی د جوړولو ژمنه کړې وه ، هغه لا تر اوسه ندئ جوړ شوئ . چارواکي وایی چی د دی ډول کمسیون د جوړولو له امه د ځینو مقاماتو لخوا سخت مخالفت وشو.

ورځپاڼه لیکی چی په دی میاشت کی د ویکی لیکس لخوا چی د امریکا د ډیپلوماتیکی مخابرو کوم محرم اسناد افشا شول پکی راغلي چی امریکایی چارواکي په مجموع کی د تروریزم پرخلاف د سعودی عربستان د همکارۍ نه راضي دي ، خو له دیې امله راضي نه دي چی سعودي عربستان ترورستانو ته د پیسو د استولو مخه نه ده نیولې ، په تیره د القاعدیې په غیر نورو ترورستي ډلو ته د پیسو د استولو مخه نه ده نیول شوې.

ورځپاڼه زیاتوي چی په سعودي عربستان کی بسپنه ورکونکي کسان په ټوله نړۍ کی د سني ترورستي ډلو لپاره د مصارفو زیاته برخه یې همدوۍ ورکوي. دغه راز د سعودي چارواکیو د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته هغه ترجمه شوې محرم اسناد وروښودل چی د سعودي عربستان چارواکیو ته د هغو تورونو په مقابل کی برابر شوي وو چی ګواکی د شاهي کورنۍ مخورو غړو په یوه مسلمان انډیوال ملک کی یوه مخالف سیاسی مشر ته پیسې ورکولې.

په دغه ارزیابۍ کی د شاهي کورنۍ درسته دفاع شوې وه ، خو دا هم پکی راغلي وو چی ځیني سیاستمداران د هغو شبکو سره اړیکي لري چی د اخوان المسلمین د مشرانو او ملاتړ کونکو لخوا جوړې شوې دي. په دې ارزیابۍ کی دا هم راغلي وو چی زیاتنې هلې ځلې شوېدي چی د سعودي عربستان د ذکات عواید بې ځایه و نه لګول شي، او دغه شبکې یې دا ډول تعبیر کړې وې چی اخوان المسلمین غواړي په میانه روه ساستمدارانو خپله افراطي اجنداُ وتپي.

XS
SM
MD
LG