د لاس رسي وړ اتصالات

په وزيرستاني کډوالو کې د پوليو د خپرېدو مخه نیول شوې


تیر کال شپږ وزیرستاني کډوال په پکتیکا کې ګوزڼ وهلي وو.
تیر کال شپږ وزیرستاني کډوال په پکتیکا کې ګوزڼ وهلي وو.

تېرکال په افغانستان کې د پوليو ۱۳ مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی و، چې له دې جملې څخه يوازې شپږ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې ثبت شوې وې، دا شپږ واړه وزيرستاني کډوال ماشومان وو.

په خوست کې د ګلان کمپ اوسېدونکی بهرام شاه وايي، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د وزيرستاني ماشومانو تر فلج کېدو وروسته تر ډېره بريده د کډوالو کورنيو مخالفت له منځه تللی دی.

هغه وایي" واکسين خلکو ته ګټې ورسولې، اوس هر څوک په دې پوهېږي چې واکسين ډېرې ګټې لري، اوس زموږ خلک د ګوزڼ ضد واکسين هيڅکله نه پرېږدي او ماشومانو ته يې ورکوي".

سږکال په وزيري کډوالو کې د پوليو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو د روغتيايي مسوولينو په وينا له دې کبله چې دغه کډوال پکتيکا او خوست کې خپلو کمپونو ته تګ راتګ لري، اوس هم د پوليو ويروس د خپرېدو اندېښې شته.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ لپاره د عامه پوهاوي مسئوول نظرمحمد وايي، کډوالو ته د شوي پوهاوي په نتيجه کې د ګوزڼ ضد واکسين د ښه تطبيق له امله ظاهراً د هغوی ترمنځ ددې ناروغۍ د خپرېدو مخنيوی شوی دی.

هغه وایي"په لومړيو کې چې وزيرستانيان راغلي وو، د ګوزڼ له واکسين سره سخت مخالف وو. اوس د عامه پوهاوي په نتيجه کې پوهېدلي چې واکسين ډېرې ګټې لري. کله يې چې کوم ماشوم پاتې شي، موږ ته تليفون کوي، موږ بيا ورځو او واکسينوو يې".

د ارقامو له مخې شاوخوا ۱۷ زره وزيرستاني کډوالو ماشومانو ته، چې تر پنځه کلنۍ لاندې عمرونه لري، د هر کمپاين پرمهال د ګوزڼ يا د فلج د مخنيوي واکسين تطبيقېږي.

له دې کبله چې اوس هم په خوست او پکتيکا کې د ګوزڼ ويروس د خپرېدو اندېښنې شته، وزيرستاني کډوال وايي، چې ددغې دايمي معلولوونکې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

یو تن کډوال مکرب خان وزير وايي" څوک چې پوهېږي هغه يې په خپله ورکوي. هغه څوک چې نه پوهېږي، موږ يې پوهوو. زموږ په سيمه کې ډېر ماشومان پوليو ووهل. د چا لاس او د چا پښې فلج شوې. اوس خلک پوه شول چې واکسين د ماشومانو د روغتيا لامل ګرځي".

د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق ادارې په حواله په کال ۱۹۸۸ ميلادي کې پوليو يا په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغي د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو کې موجوده وه.

د دې ادارې په وينا دغه ناروغي د پوليو ضد واکسين په وسيله له منځه تللې، خو يوازې افغانستان، پاکستان او نايجريا هغه درې هیوادونه دي، چې لا تر اوسه پکې د پوليو ويروس پاتې دی.

XS
SM
MD
LG