د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف د کرزي پر خبرو کلک غبرګون ښودلی


مشرف د کرزي پر خبرو کلک غبرګون ښودلی
مشرف د کرزي پر خبرو کلک غبرګون ښودلی

د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د وینا په اړه چې که چېرې پاکستان باندې د بهرني هیوادونو له خوا یرغل وشي د پاکستان د خلکو ملاتړ به وکړي، کلک غبرګون ښودلی. ښاغلی مشرف د امریکا غږ اردو څانگې سره په مرکې کې وویل چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د پاکستان ملاتړ ته اړتیا شته.

پرویز مشرف وایي پاکستان په تیرو څه باندې دریوو لسیزو کې د افغانستان په چارو کې ستره ونډه لرلې او د روانې جګړې په ختمولو کې هم افغانستان د پاکستان مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.

ښاغلي مشرف داسي وویل«پاکستان په افغانستان کې یوه خورا مهمه ونډه لوبوي، ځکه موږ له ١٩٧٩ کال راهیسي، په افغانستان کې دخیل شوي یوو او او د شوروي اتحاد په وړاندې، د افغانستان او امریکا ترڅنگ دریدلي یوو. که ساده یې ووایم، پاکستان له هرې واقعې چې د ٨٩ کال او سپټمبر یوولسمې نیټې د پیښو ترمنځ په افغانستان کی پیښې شوي، نیغ په نیغه اغیزمن شوی دی.»

په داسې حال کې چې طالبانو تل د پاکستان د پوځ او د استخباراتو د سازمان ملاتړ رد کړی او ډېر د ملا محمد عمر په مشري د اسلامی امارت په جوړیدو ټینگار کړی، ښاغلي مشرف طالب یاغیانو ته د پښتنو د خوزښت رنگ ورکوي چې کابل کې د سیاسی قدرت د گټو هڅه کوي.

خو د ولسي جرگې د دفاعي کسمییون مشرې شکریه بارکزۍ د مشرف د دې ویناو په کلکه مخالفه ده.

هغه داسي وايي،، زه تعجب کوم چې یو متقاعد جنرال چې دیکتاتور، په فساد لټاړ او هغه هم پنجابي په پاکستان کې ناست دا وايي چې په افغانستان کې د پښتون د قوم په استاځیتوب خبري کوي. زه غواړم د ده نه دا وپوښتم چې کله په پاکستان کې پرقدرت و نو د پښتنو دپاره یې څه وکړل.،،

پداسې حال کې چې ولسمشر حامدکرزي څو ورځې وړاندې د پاکستان له جیو تلویزون سره په مرکه کې وويل که چیرې پر پاکستان بهرنې برید وشي نو افغانان به د پاکستیانیانو ملاتړ وکړي، د پاکستان پخوانی ولسمشر ښاغلي کرزي ته مشوره ورکوي چې د خپل هیواد امن ته پاملرنه وکړي.

«د طالبانو په اړه باید ووایم چې هغوی له پاکستان سره، په سرحد او بلوچستان سیمو کې، قومي ژبنیزې، فرهنگي او جغرافیایي اړیکې لري. له همدې امله، پاکستان د سولې په راوستلو کې مهمه ونډه لوبولای شي.

فکر کوم کرزی هڅه کوي چې یو پاکستان ضد افغانستان جوړ کړي. کرزی په همدې هدف، له هند سره همکاري کوي خو دې کار ته باید د پای ټکی کیږدي.»

خو میرمن بارکزي بیا د ښاغلي مشرف دغه څرګندونې د هغه د ناسم پوهاوي لامل ګڼي: ښاغلی مشرف کولای شي چې خپل نظریات ولري. که چیري هغه دا خبرې په داسي محتوا کې کړي وي چې افغانستان باید خپل کورنیو مسایلو ته پام وکړي مخکې له دې نه چې د همسایه ګانو سره مرسته وکړي نو د یوه مشر نه یې د نصیحت په توګه منلای شو خو که چیري هغه په داسي محتوا کې ویلي وي چې افغانستان په سیاسي لحاظ نشي کولای او د دې توان نلري چې د پاکستان د ثبات په تامینونو کې دخیل وي نو ډیره تیروتنه یې کړې ده.

په داسې حال کې چې د اسلام او کابل تر مینځ اړیکی ترینگنی ښکاري، په راتلونکې اونۍ کې به د دواړو هیوادو مشران په اسانبول کې په شپږم درې اړخیزې غونډې کې چې د پاکستان، افغانستان او ترکیې تر مینځ تر سره کیږی گډون وکړي.

XS
SM
MD
LG