د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مقدماتي انتخاباتو لړۍ پای ته ورسیده


د دیموکرات گوند کاندیدې هلري کلنټن په واشنگټن ډی سي کې مقدماتي انتخابات گټلي دي.

کلنټن د ننني انتخاباتو نه مخکې هم د استاځو هغه شمیر چې ورته ضرورت و پوره کړې دی.

پرون ماښام د دیموکرات گوند دوو سیاسي رقیبانو هلري کلنټن او برني سینډرس په واشنگټن ډي سي کې لیدلي او د خپل گوند د عمومي غونډې په هکله ېي خبري کړي.

د این بي سي ټلوژن یو نوي سروې نه داسی ښکاري چې په خلکو کې د کلنټن محبوبیت د دانلډ ټرمپ نه وه فېصده زیات شویدی.

ټاکل شوي چې د جمهوري غوښتونکو د گوند عمومي لویه غونډه به د جولاي د اتلسمې نه د یویشتمې پوري په اوهایئو کې او د دیموکرات گوند عمومي غونډه به په فليډلفیا کې د جولاي د ٢٥ نه تر ٢٨ نیټې پوري دوام پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG