د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ پر مظاهره کونکو ملنډې ووهلې


د پرونیو مظاهرو په اړه د ترمپ غبرگون
د پرونیو مظاهرو په اړه د ترمپ غبرگون

ډونالډ ټرمپ وایي د پرون ورځې مظاهره کونکي ددې پر ځای چې مظاهرو ته ووتل، باید یې په انتخاباتو کې خپلې رایې کارولې وای..

د امریکا نوي ولسمشر د سپینې ماڼۍ څخه د یوه تویت له لارې د پرونیو مظاهرو په اړه غبرګون وښود او او وویل "ما مظاهرې ولیدلې خو دومره به ووایم چې مونږ خو انتخابات تر سره کړل، نو ولې دوی په انتخاباتو کې رایه ورنکړه".

دا پداسی حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ چې پر سي آی اې ېې کلک انتقادونه کړیدي، داستخباراتو په مرکزي دفتر کې یې د شنبې په ورځ مامورانو ته وویل " زه په ټینگه ستاسې ترشا ولاړیم".

ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا د مرکزي استخباراتو په مرکزي دفتر لېنگلې کې چې د ویرجینیا په ایالت کې دی وویل " زه پوهېږم چې کله ناکله به تاسې هغه ډول ملاتړ نه وي ترلاسه کړی چې تاسې غوښت؛ خو تاسې به دومره ملاتړ ترلاسه کړئ چې ښايي ووایاست " لطفا زموږ دومره ملاتړمه کوه!"

دامریکا د مرکزي استخباراتو چارواکیو وویل هغه پدې غونډه کې څلورو سوو کارکونکیو ته وویل چې امریکا باید د داعش پر خلاف خپله مبارزه لا چټکه کړي.

ولسمشر زیاته کړه" زمونږ دا جگړې د بلې هرې پخوانۍ جگړې نه اوږدې دي. مونږ د خپلو ریښتونو وړتیاو څخه کار ندی اخیستی او مخه مو نیول شوې ده. مونږ باید داعش له منځه یوسو باید ختم ېې کړو، بله لاره نده پاتې".

ډانلډ ټرمپ بیا هم پر خبري رسنیو تور ولگاوه چې داسې کاذب احساس ېې منځته راوستی دی چې د ده او استخباراتي ادارو ترمنځ لوې مخالفت روان دی. دوه اونۍ مخکې جمهور رئیس ټرمپ هغه مهال پر استخباراتي ټولنې نیوکه وکړه چې په انتخاباتو کې د روسیی د لاسوهنې آوازې اوچتې شوې.

هغه په خپل ټویټر کې وویل استخباراتي ادارو باید دېته اجازه نه وای ورکړې چې داسې ناسم او جعلي خبرونه خلکو ته خپاره شي.

د سي ای اې یو پخوانی څیړونکی اکي پیریټز وایي دا درز به په یو ځل لیدنه کتنه ډک نه شي.

هغه وویل د سي اي اې کار کوونکي خورا زیات هوښیار خلک دي ، مستعد او په پوره تعلیم سمبال دي او دا یو ځل وینا به د نوي جمهور رئیس په اړه د هغوی ستره اندېښنه چې دولسمشر په اړه ېې لري بدله نه کړي.

ډانلډ ټرمپ د دې ادارې د نوي مشر مایک پامپیو ډیره ستاینه وکړه او هغه یی یو ځلاند ستوری او غمی وباله.

داسی اټکل کیږي چې د سنا مجلس به سبا ته د دوشنبې په ورځ استازي مایک پامپیو ته ددې نوی دندې د منظورۍ لپاره رایه ورکړي.

XS
SM
MD
LG