د لاس رسي وړ اتصالات

خصوصي روغتونونه: هرکال د میلونونو افغانانو درملنه کوو


د خصوصي روغتونونو ټولنه وایي دوی هرکال په افغانستان کې تر اتو میلونو پورې ناروغان تداوي کوي.
د خصوصي روغتونونو ټولنه وایي دوی هرکال په افغانستان کې تر اتو میلونو پورې ناروغان تداوي کوي.

د افغانستان د خصوصي روغتونونو ټولنه د جمهوررئیس محمد اشرف غني نه غواړي چې د عامې روغتیا وزارت دې د یو شمیر خصوصي روغتونونو د تړلو او شمیر نورو ته د خبراداري په هکله پریکړه بیرته واخلي.

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د ټولنې رئیس ډاکټر عزیز امیر د جمعې په ورځ په کابل کې د دغې ټولنې د یو شمیر چارواکو سره یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت له خوا د نهو خصوصي روغتونونو د تړلو او اته ویشت نورو ته د خبرادري د ورکولو په پریکړه انتقاد وکړ او ویې ویل چې د خصوصي سکټور په مخ کې یوه داسې کړنلاره ایښودل شوې چې په لوی لاس په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ښو او معیاري روغتیایې خدمتونو د وړاندې کولو مخه نیسي.

ډاکټر امیر تور ولګوه چې د افغانستان اوسنیو او پخوانیو مشرانو هڅه کړې چې خلک د خصوصي سکټور له خوا د عامې روغتیا په برخه کې په وړاندې شویو خدمتونو بې باوره کړي.

ډاکټر امیر وویل " ... له بده مرغه دا بې باوري د حکومت له لوړ پوړو چارواکو پیل شوې ده. زمونږ مشران دي چې وایي دا سکټور د روغتیا د مافیا سکټور دی یا پرې نوم ږدی چې افغان ډاکټر قصاب دی او یا هم وایي چې ډاکټر د ذکام علاج هم نه شي کولای یا وایي چې ډاکټر د خلکو پیسې چور کوي او یا وایي چې په افغانستان کې ډاکټران د ناروغ د مرض تشخیص نه شي کولای ".

ډاکټر امیر وویل چې خصوصي روغتونونه هرکال په افغانستان کې تر اتو میلونو ناروغانو درملنه کوي. هغه وویل که دا روغتونونه وتړل شي نو خلک به دې ته اړ شي چې ګاونډیو هیوادونو ته د درملنې لپاره لاړ شي.

د تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نهه خصوصي روغتونونه وتړل.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز یو خبرې کنفرانس ته وویل چې د کابل په ښار کې یې د پرانستو ۱۲۴ روغتونونو له ډلې د ٥۴ روغتونونو ارزونه کړې ده چې د دغې ارزونې په ترڅ کې معلومه شوې چې یو شمیر خصوصي روغتونونه لا هم ناروغانو ته میعاري روغتیایې خدمتونه نه شي وړاندې کولای.

ډاکټر فیروز وویل چې په ارزول شوو ۵۴ روغتونونو کې یې اتلسو روغتونونو ته داسې شرایط ایښي، که یې په درېیو میاشتو کې پوره نه کړي نو ورڅخه به د فعالیت جواز واخېستل شي.

ډاکټر فیروز وایي چې له نږدې نه به د خصوصي روغتونونو د کار بهیر وڅاري.

د عامې روغتیا وزیر وویل ‪"خصوصي سکټور پدې معنی ندی، چې هر څه یې زړه غوښتي وي، هماغه کار وکړي، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې".

د افغانستان د خصوصي روغتونونو د ټولنې چارواکي د افغانستان د جمهور رئیس نه غواړي چې په دغه پریکړه دې له سره غور وکړي.

په تیرو څوارلس کلنو کې په افغانستان کې د طبابت په برخه کې ډیر پرمختګونه رامنځ ته شوي دي خو اوس هم د دغه هیواد په زرګونو وګړي نورو هیوادونو په تېره بیا هند او پاکستان ته د ښې درملنې لپاره ځي.

XS
SM
MD
LG