د لاس رسي وړ اتصالات

بلوڅان او مهاجر له "پاکستان څخه خپلواکي غواړي"


عکس د ایم کیو ایم ټویټر پاڼه
عکس د ایم کیو ایم ټویټر پاڼه

په واشنگټن ډي سي کې د پاکستان بلوڅانو او مهاجرو په یوې مظاهرې کې د ازادۍ غوښتنه کړیده

د پاکستان بلوڅان او مهاجرو د اپریل په ٧ نیټه په یوې احنجاجي غونډې کې د پاکستان په حکومت نیوکې کړیدي او د دغه ملک نه یې د ازادۍ تر لاسه کولو شعارونه وهل.

د ملتپاله بلوڅانو او مهاجرو دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د پاکستان حکومت د کراچۍ د یو سیاسي گوند د مهاجرو متحده تحریک (MQM) گوند رهبر الطاف حسین چې دا وخت په لندن کې ژوند کوي، په اړه تازه تحقیقات پیل کړیدي.

په دغه غونډه کې د مهاجرو او بلوڅانو یو ځاې په دغه ملک کې د هغوي په ضد د روان تبعیض خلاف غږ پورته کړ.

د غونډې یو تنظیمونکي شاهد مصطفی په خپلې وینا کې وویل چې هغوي د پاکستان د پوځ نه ازادي غواړي. هغه وویل

"پدی غونډې کې مهاجرو، بلوڅانو، پښتنو او د گلگت بلتستان خلکو گډون کړیدی. دا خلک د پاکستان د پوځ نه ازادي غواړي چې په مظلومو قومونو ظلم کوي."

دغه مظاهره کونکو په خپلو شعارونو کې دا هم ویل چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او د ترهگرو پناهځای دی.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د پښتون تحفظ تحریک د پیلیدو نه وروسته د نورو قومونو هغه کسان چې ځان په دغه ملک کې د تبعیض ښکار گڼي، د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړیدی او په خاصه توگه په پوځ او استخباراتي ادارو باندې نیوکې کوي.

د پاکستان استخباراتي ادارې په خپل ځان لگیدلی تورونه ردوي د مهاجرو په مشر الطاف حسین تور لگوي چې هغه د هند لپاره کار کوي او د هغه په اړه یې په خپرونو هم بندیز لگولی دی.

د الطاف حسین د ایم کیو ایم گوند د یوې لوی مودی لپاره په کراچۍ کې په واک کې پاتې شویدی او اوس په پوځ تور لگوي چې هغوي یې په نښه کړیدي او گوند ته یې ورله تاوان رسولی دی.

XS
SM
MD
LG