د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګه کې تحصن، لاریون او نارضایتي


ولسي جرګه کې تحصن، لاریون او نارضایتي
ولسي جرګه کې تحصن، لاریون او نارضایتي

د افغانستان په پارلمان کې د اصلاح غوښتونکو په نامه نوې پارلماني ډله را منځ ته شوې ده.

دغه ډله وایي د قانون د ملاتړ د ایتلاف سره همغږي ندي.

په همدی حال کی د قانون نه د ملاتړ ډله خپل تحصن ته دوام ورکوي خو افغان دولت د دوی تحصن او لاریونونه غندي او وایي دا پیښې د بهرنیو کړیو له خوا رهبري کیږي.

د پارلمانی اصلاح غوښتونکو په نامه نوی پآرلمانی دلی پرون د خبری ناستی په ترڅ کی خپل موجودیت اعلان کړو.

دغه نوې ډله د قانون نه د ملاتړ ډلې پر خلاف د ټاکنو په هکله د انتخاباتو د کمیسیون پریکړه منی او وایي د یادې ډلې د تند لفظي تاوتریخوالي او اهانتونو سره همغږې نه ده.

په دغی پارلمانی دلی کی د افغان پارلمان ۱۱۰ تنه غړي لکه عالمي بلخی، داوود کلکاني، حاجی الماس، نادر خان کټوازی، شینکی کړوخیل، ارین یون، نسیمه نیازی او ځینې نور غړیتوب لري.

دوی وایي سره له دی چی د تاکنو ځانګړی محکمه قانونی نه ګڼي خو هوډ یې کړی چې ټاکنو د خپلواک کمیسیون پریکړې به مني .

د قانون نه د ملاتړ ډلی یو غړی حمید زی لالی د نوي پارلماني ډلې په هکله وایي ګمان یې نشي چې دا ډله به په دولت کی اصلاحات راوستلای شي.

په همدی حال کی د اصلاح طلبانو ډله تورنوي چې هڅه یې کړې ولسی جرګه په دوو برخو وویشي.

په همدی ترڅ کې د قانون نه د ملاتړ پارلمانی ډله چې د تحصن یوه اونۍ یې په پوره کیدو ده لا هم پر خپل هوډ ولاړ دی او وایی تر هغه به له اعتصاب څخه نه لاس په سر کیږي چې دولت یی غوښتنې نه وي منلي.

حمید زی لالی چی ددی ایتلاف غړی دی وایی تحصن ته به دوام ورکوی.

په همدی حال کی د ولسی جرګی غړی شیر ولی وردک د تحصن ختمول په کار دی او ددې ډلې لاریونونو ته دې اجازه ورنکړای شي:

"تحصن ته دی اخرنی تکی کیښودل شی دا د دښمن لاس اوږدوي دښمن په دغسی غونډو کی کولای شی انتحاري حادثې وکړي".

ها خوا افغان دولت او ولسمشر کرزی چې د قانون نه د ملاتړ د ډلې د نیوکو تیره څوکه هم هغه ته متوجه ده تر اوسه یې ددی دلی د لفظی تند تاوتریخوالي او ګواښونو په وړاندې کوم غبرګون ندی ښودلی.

خو نن د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر مشر او ویاند ضیا سیامک دا تحصن وغنده او وایي دا ډول پریکړې او اعتصابونه د پارلمان د غړو کار ندی.

سیامک ګواښ کوي چې هیواد په یو حساس سیاسي حالت کې دی او هر ډول مظاهرې او تاو تریخوالی به د ملت په ضرر وي.

ضیا سیامک وایي د ټاکنو خپلواک کمیسیون به تر راتلونکو څو ورځو خپله پریکړه واوروي.

دا موضوع تیره اونۍ د ټاکنو کمیسیون ته ورولیږل شوه او دا کمیسیون به د ټاکنیز مهم بنست په توګه خپله اخرنی پریکړه واوروی . خو د تحصن او لاریون جوړول د هیواد په دی حساس حالت کی د ملی ګتو پر ضد دی پارلمانی او تاکنیزی ستونزی به دیر ژر د تاکنو کمیسیون په لاس حل شی.

داسی اوازی هم شته چی د تاکنو د پایلو په هکله په جوړو شویو مجلسونو، تحصنونو او لاریونو نو کی د بهرنیو هیوادونو لاس وهنی هم موجودی دی ضیا سیامک وایی دا خبر د پارلمان مشر هم منلی او په خپله یی ولسمشر ته ویلی چی ځینی بهرنی کړی د پآرلمان له غړو سره لیدنی کتنې لري.

"په پارلمان کړکیچ کې بهرنی لاس وهنی شته". دا هغه څه دي چې د پارلمان مشر ددې مجلس له نږدې ۵۰ غړو سره یو ځای له ولسمشر سره په کتنه کې وویل. هغوی په زغرده وایي چې ځینی بهرنیان د پارلمان له غړو سره لیدنې کتنې او راشه درشه لري.

دا چې د ټاکنو کمیسیون پریکړه به دا کړکیچ حل کوي او که به یی لاهم اوږدوی دا به په نږدی ورځو کی جوته شي.

XS
SM
MD
LG