د لاس رسي وړ اتصالات

لاریون کوونکي د فرخندې د قاتلینو محاکمه غواړي


لاریون کوونکو په هغه ځای کې چې فرخنده سوځول شوې وه ، یونیالګی هم کښناوه
لاریون کوونکو په هغه ځای کې چې فرخنده سوځول شوې وه ، یونیالګی هم کښناوه

په کابل کې نن په سلګونو کسانو په هغه ځای کې چې څلور ورځې وړاندې د فرخندې په نوم یوه ځوانه پیغله د قهریدلو کسانو د یوې ډلې له خوا په وهلو وهلو وژل شوې وه، غوڼده وکړه او د فرخندې د قاتلینو محاکمې غوښتنه يې وکړه.

د دغه لاریون بندوبست د همبستګۍ د ګوند له خوا شوی وو، چې پکې په لسګونو ښځو هم ګډون کړی وو.

لاریون کوونکو په هغه ځای کې چې فرخنده سوځول شوې وه ، یونیالګی هم کښناوه.

لاریون کوونکو د فرخندې وژل کیدل په کلکه وغندل او له افغان حکومت څخه یې په دغه پیښه کې د ګرمو کسانو د نیولو او د قانون منګلو ته د سپارلو غوښتنه وکړه .

دغو لاریون کوونکو ویل چې په دغه پیښه کې ګرم کسان دې په عام محضر کې اعدام شي.

د همبستګۍ د ګوند یوه غړي حفیظ راسخ امریکا غږ ته وویل چې دوی له فرخندې څخه ملاتړ کوي او وژونکو ته د سختې سزا غوښتونکي دي

ښاغلي راسخ وویل " نور د بې عدالتۍ پروړاندې چوپه خوله نه پاتې کیږو او خپل غږونه به اوچتوو ".

په دغه لاریون کې یو شمیر ښځو هم شعارونه ورکول او په کلکه یې د فرخندې د وژل کیدو د پیښې د څیړلو غوښتنه کوله.

دغو لاریون کوونکو ښځو ویل چې تر هغې چې جنایت کوونکي له قدرت نه لیرې نه شي هره ورځ به نورې فرخنده نومې هم ووژل شي.

دغو لاریون کوونکو د امریکا متحده ایالاتو ته د افغانستان د ملي یووالي د حکومت د مشرانو په روان سفر هم نیوکې لرلې او ویل یې چې فرخندې د پیښې د پلټنې دمخه په کار نه وو چې دا مشران امریکا ته تللی وی.

د کابل سربیره نن په هرات ولایت کې هم د فرخندې د وژل کیدو په اړه لاریون وشو .

لاریون کوونکو ددغې پیښې عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه کوله.

د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په غونډه کې هم د فرخندې د وژلو په پیښه وکیلانو د افغانستان د امنیتي ادارو د چارواکو سره بحثونه وکړل.
دولسي جرګې نننۍ غونډې ته د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د امنیتي ادارو چارواکي وربلل شوي وو ، خو ددغو چارواکو څخه د وکیلانو ډیرې پوښتنې د فرخندې په ژغورلو کې د پولیسو د پاتې راتلو په باب وې.

دې غونډې ته د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي په خپله وینا کې د فرخندې په ژغورلو کې د کورنیو چارو وزارت پاتې راتلل ومنل ، خو وویل چې یو کمیسیون په دې کار کوي چې په راتلونکې کې ددغسې پیښو د مخنیوي لپاره یوه کړنلاره ترتیب شي.

ښاغلي علومي دا هم وویل چې تر اوسه د پولیسو په پلټونو کې داسې څه نه دي پیدا شوي چې دا ثابته کړي چې فرخندې دې قرانکریم سوځولی وي.

جنرال علومي وویل" موږ له منجاور نه نیولې تر ټولو هغو پورې چې په دغه پیښه کې تورن ګټل شوي له ۱۱ نه تر ۱۳ پورې کسان نیولي او ۱۳ پولیس د حوزې د آمر په ګډون له کاره ګوښه کړي او د قانون منګلو ته مو سپارلي دي".

فرخنده تیره پنجشنبه د کابل په شاه دوشمشیره زیارت کې وروسته له هغې د قهرجنو کسانو لخوا ووژل شوه چې ګواکې فرخندې قران کریم سوځولی دی.

ټاکل شوی چې د ښځو یو شمیر ټولنې د سه شنبې په ورځ د افغانستان د سترې محکمې مخې ته د عدالت د پلي کیدلو لپاره یو لاریون وکړي.

XS
SM
MD
LG