د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د لاریون‌کوونکو ځیني غوښتنې منلي


په کابل کې د چهارشنبې لاریون په تیرو دریو لسیزو کې بې ساری بلل شوی دی.
په کابل کې د چهارشنبې لاریون په تیرو دریو لسیزو کې بې ساری بلل شوی دی.

د افغان حکومت د مشرانو او لاریون کوونکو د استازو ترمنخ په ارګ کې د تیرماښام خبرو وروسته لاریون کوونکو تیره شپه دوه بجې د ارګ دروازې شاوخوا سیمې پریښي دي.

د افغان ولسمشر د مطبوعاتو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، اړوندو ادراو ته یې لارښوونه کړې چې د اساسي قانون له مخې د لاریون‌کوونکو د غوښتنو د عملي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

افغان حکومت وايي د لاریون کوونکو هغه غوښتنې چې په غزني ولایت کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي، دغه راز په دې ولایت کې د ملي او سیمه ایز پولیسو په تشکیل کې زیاتوالی راولي او د مسافرو د خوندیتوب لپاره د لویو لارو امنیت ټینګ کړي، منلي او د عملي کولو لپاره یې د چټکو اقداماتو لارښوونه کړې ده.

د افغان ولسمشر د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې ویلي، چې افغان حکومت د خلکو د مشروع غوښتنو عملي کولو ته ژمن دی.

ولسمشر غني ویلي، په زابل کې د ۷ وژل شوو مسافرو د کورنیو له غړو او په همدې توګه د وسله‌والو له بند څخه خوشې شوو مسافرو سره به عاجلې مرستې وشي.

په زابل ولایت کې د اوو مسافرو د وژنې په غبرګون تیره ورځ په پلازمینې کابل کې زرګونو کسانو پراخ لاریون وکړ او له افغان حکومت څخه یې د وژل شوو مسافرو لپاره د عدالت غوښتنه وکړه.

دا لاریون چې د تیرې شپې تر ناوخته د ارګ مخې ته دوام درلود د افغان حکومت چارواکي دې ته اړ کړل چې د لاریون‌کوونکو له استازو سره مذاکرې ته کښېني او د هغوی د وړاندیزونو پر عملي کولو غور وکړي.

لاریون‌کوونکو غوښتنه کوله چې په کابل کې یوه غونډۍ شهیدانو ته ځانګړې او د اوو وژل شوو مسافرو مړي ورکې خاورې ته وسپارل شي، دغه راز، لاریون‌کوونکو غوښتنه کړې چې په غزني ولایت کې یوه قول اردو ځای پر ځای او د دولت د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې پراخ عملیات ترسره شي.

همداشان لاریون کوونکو د جاغوري ولسوالۍ د ولایت درجې ته د لوړیدو غوښتنه هم لرله.

د افغانستان د ولسمشر او اجرائیه رئبیس سره د لاریون کوونکو د استازو په کتنه کې د کابل پر ځای په جاغوري کې د اوو وژل شوو هزاره مسافرو په ښخیدو هم موافقه شوې ده.

خو د لاریون کوونکو یو شمیر استازي وایي چې غزني ولایت ته ددغو اوو جسدونو د انتقال پریکړه به نن له غرمې وروسته د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې اعلان شي.

په اوس وخت کې د اوو مسافرو مړي د سردار محمد داودخان په څلورسوه بستریز روغتون کې ساتل کیږي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني خلک یووالي ته رابللي او ویلي یې دي چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د عامو خلکو په وژنې د افغان ولس تر منځ نفاق او درز رامنځ ته کړي.

ولسمشر غني ویلي وسله‌والو مخالفینو د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې او د عامو خلکو په وژنې هڅه کوي چې د ولس تر منځ نفاق رامنځ ته او له دې لارې نظام له ګواښ سره مخ کړي.

دغه راز د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي، ځینې کړۍ او اشخاص له دې فُرصت څخه په ګټې اخیستنې له حکومت څخه امتیازات ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG