د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتي شوراګانو پایلې به په دوه ورځو کې اعلان شي


د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې یوازې د یو دوه مسلو پرته نور د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د پلټنې بهیر بشپړ شوی او که چیرې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ورته په دغو مسلو وضاحت نن وړاندې کړي نو دا کمیسیون په یو دوه ورځو کې د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

ښاغلي هوتکي وویل "ځینې محلات دي چې ریزلټ شیټ یا د نتایجو پاڼه په کې دوه ځله راغلې ده، په دغو مسلو مونږ د شکایتونو د کمیسیون نه وضاحت غوښتی دی که دا مسله نن حل شي نو نتیجه به په یو دوه ورځو کې اعلان شي".

ددې اونۍ په سر کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې به د جمعې تر ورځې اعلان کړي.

د افغانستان د ولایتي شوراګانو ټاکنې د جمهوري ریاست د لومړي پړاو د ټاکنو سره یو ځای د حمل په شپاړسمه ورځ ترسره شوي دي خو د جمهوري ریاست د ټاکنو د بهیر جنجالي کیدل او اوږدیدل او هم د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون له خوا د ولایتي شوراګانو د زرګونو محلونو د رایو بیا پلټنه ددغو شوراګانو د وروستیو پایلو د اعلان د ځنډ سبب شوی دی.

د پایلو د ځنډ له امله په تیرو څو اونیو کې د افغانستان په ځینو ښارونو کې د ولایتي شوراګانو یو شمیر استازو مظاهرې هم کړي دی.

د کابل په ولایت کې د ولایتي شورا یو شمیر کاندیدان وایي چې اصلآ باور یې نه راځي چې ګوندې د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې به هم اعلان شي.

د ولایتي شورا یوه کاندیده حمیده وردګ وایي دا ګڼي چې د پایلو د ځنډ علت هغه پولي معاملي وې چې د ځینو کاندیدانو له خوا شوې وي.

میرمن وردګ وایي" زمونو غوښتنه دا ده چې ژر پایلې اعلا شي او عدالت پلې شي".

د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې نږدې دوه زره اوسوه کاندیدانو ځانونه کاندید کړې وو چې تر دریو سوو پورې یې ښځې وې.

د افغانستان په څلوردیرشو ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو لپاره ۴۵۸ څوکې په پام کې نیول شوي دي چې اوه نوې یې د ښځو لپاره بیلي شوي دي.

XS
SM
MD
LG