د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پنجاب گورنر ووژل شو


د پاکستان د پنجاب گورنر ووژل شو
د پاکستان د پنجاب گورنر ووژل شو

د پاکستان د پنجاب صوبی گورنر دهغه د یوه ساتونکي له خوا نه ویشتل شوی او وژل شویدی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي سلمان تاثير د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې د هغوی د ساتونکیو له جملې نه یوه تن، د سه شنبې په ورځ سهار د وخته په ټوپک وویشت. رحمان ملک وايي چې علت یې دا و چې سلمان تاثیر د پاکستان د هغو جنجالی قوانېنو په برخه کې مخالفې خبری کولی چې د کفر، او د بې حرمتی او سپکاوي په برخه کې دي. د کورنېو چارو وزېر ووېل چی دسلمان تاثېر قاتل نیول شویدی او اعتراف یې کړیدی.

رپوټ وايي چې سلمان تاثیر دپېپلز گوند یو ډېر معتبر غړی او د پاکستان د جمهوررئېس اصف علی زرداری نږدې انډیوال و.

د هغه وژنه د پاکستان د پخوانی صدراعظمی بېنظېر بهټو له وژلو نه وروسته دسېاسی قتل ډېره غټه پېښه ده. بېنظېر بهټو د ډېسمېبر په مېاشت کې په ٢٠٠٧ مېلادی کال کې وژل شوې وه.

سلمان تاثېر د پاکستان د هغو قوانېنو مخالف و چی د کفر او مقدساتو ته د سپکاوی داعمالو په برخه کې دی. پرهغه باندی برېد له هغو پېښونه څو ورځی وروسته کېږی چې دیني گوندونو د هر هغه حکومت خلاف مظاهری وکړلې چې ددغو قوانېنو د بدلوول پلان لري.

خو چارواکي وايي چې حکومت دا قوانېن نه بدلوي. د کفر او ناروا خبرو قوانینو ته نړېواله توجه هغه وخت ور واوښتله چې یوه عیسوي ښځه د نومبر په میاشت کې په مرگ باندې په دې سبب محکومه شوه چې اسلام ته یې توهېن کړی و.

نور تفصیل:

د پاکستان پولېس وايی ددغه هېواد په جنوب لوېدېځه برخه کې د رېموټ کنترول وسېله باندی یو بم د ښوونځی په ېوه سروېس موټر کې چول شوېدی. چارواکي وايی چې د غه چاودنه د سه شنبی په ورځ د بلوچستان د تربت په ښارگوټی کې وشوه. دغه سېمه داېران سرحد ته نږدې پرته ده. په دغه سروېس موټر کې د نظآمی ملېشی شاگردانو سفرکاوه. پولېس وايی چې څو تنه شاگردان ډیر کاري زخمي شوېدی.

رپوټ وايي چې بلوچستان له ایران او افغانستان سره سرحد لري. په دغه ایالت کې د بېلونو غوښتونکیو افرا‍طیانو له خوا نه مرگ ژوبله پیښیږي.

XS
SM
MD
LG