د لاس رسي وړ اتصالات

د پنجاب په یوه زیارت کې چاودنې لسګونه تنه ووژل


د پنجاب په یوه زیارت کې چاودنې لسګونه تنه ووژل
د پنجاب په یوه زیارت کې چاودنې لسګونه تنه ووژل

په پاکستان کی د عاجلو مرستو کارکونکي وایی چی د یوه زیارت دباندی د بم دوی چاودنی شوی ، ۴١ تنه پیک مړه او د اویاوو نه زیات پکی زخمي شوي دي.

چارواکیو ویلی چی د پنجاب په دیری غازي خان کی د دوی په گمان دوو ځان مرگو بم چونکو نن د سخی سرور د زیارت د باندی د خلکو په گڼه گوڼه کی خپل چاودیدونکي مواد چولي دي، دغه چاودنه پداسی حال کی شوې چی په زرگونو خلک د مذهبی مناسکو د اجرا کولو لپاره راغونډ شوي وو.

چارواکی وایی چی د ځینو زخمیانو حالت وخیم دئ،

د دی حملو مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه دئ اخیستیئ ، خو اسلام پاله یاغیانو مخکی په پاکستان کی دا ډول حملې کړې دي.

سخت دریځه سني مسلمانان فکر کوی چی زیارتونو ته تگ د اسلامي احکامو خلاف کار دئ.

تیر کال په لاهور کی په یوه زیارت باندی په حمله کی د څلویښتو نه زیات کسان مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG