د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او ناټو قواوې د کندهار عملیاتو ته چمتوالی نیسي


افغان او ناټو قواوې د کندهار عملیاتو ته چمتوالی نیسي
افغان او ناټو قواوې د کندهار عملیاتو ته چمتوالی نیسي

د ناټو چارواکی وايی چی دغه عملیات چی د ښامار برید ، نومیږی د طالبانو خلاف د روانو زمکنیو او هوايی بریدونو تهاجمی برخه ده چی همدا اوس هم له څو اونیو راهیسی روان دی.

د ناټو ویاند جوزیف بلانتز، المانی تورن جنرال، وايي افغان اوناټو قواوی په راتلونکیو ورځو کی د سختو جگړو توقع کوی .

هغه وايی ددغوعملیاتوهدف دادی چی د طآلبانو مواضع د کندهار شاوخواته ورانی کړی شی او هغوی دیته اړکړی شی چی دغه سیمه ترک کړی یا جگړه وکړی او مړه شی.

دغه عملیات چی په دی نیژدی ورځو کی پیل شویدی تراوسه پوری دافغان اوناټوپه قواوکی د تلفاتو سبب شوی ندی.

افغان چارواکی وايی چی حکومت هم په دی تمرکز کوی چی په کندهار کی انکشافی پروژی منځته راولی.

رپوټ وايی چی له جنوبی سیمو نه د طآلبانو ایستل دامریکا دستراتیژی یوه ډیره مهمه برخه ده چی دکآبل له حکومت سره مرسته وشی چی په هیواد کی خپل اقتدار پراخه کړی.

په نورو خبرونو کی ویل شویدی چی د سړکی دغاړی یوه چاودنه کی د پولینډ یو عسکرددوشنبی په ورځ د ختیځ افغانستان دغزنی په ولایت کی وژل شویدی.

افغان چارواکی وايی دوی د مرستو په هغی برتانوی ماموری او دهغی په دری تنو افغان کارگرانو پسی گرځی چی د یکشنبی په ورځ برمته شویدی. دغه کسان دافغانستان د کونړ په ولایت کی برمته شویدی.

د برتانیی حکومت داخبره تصدیق کړیده چی ددوی یو ه تبعه په افغانستان کی برمته شویده.

لندن وايی په دی برخه کی له افغان چارواکیو سره په گډه کار کوی او د برمته شوی ښځی کورنی یی خبره کړیده.

XS
SM
MD
LG