د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له پوتین سره په کومې موضوع خبرې کوي


پوتین جمهور رئیس ټرمپ ته په تلیفون د انتخاباتو د گټلو مبارکي وکړې وه
پوتین جمهور رئیس ټرمپ ته په تلیفون د انتخاباتو د گټلو مبارکي وکړې وه

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره تلیفوني خبرې وکړي.

د ښاغلي ټرمپ یوې لوړپوړې سلاکارې کیلییان کنوی، د جمعې په ورځ د سي بي اس خبري شبکې ته وویل چې د ټرمپ او پوتین په تلیفوني خبرو کې به پر روسیې باندې د امریکایي بندیزونو په گډون په یو لړ موضوعگانو خبرې وشوې.

له بلې خوا د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین خپلو لوړپوړو چارواکو ته تائید کړه چې د امریکا د جمهور رئیس سره د شنبې په ورځ د دواړو هیوادونو پر اړیکو خبرې کوي.

ښاغلي پوتین د ښاغلي ټرمپ سره له خبرو دمخه د جمعې په ورځ د روسیې د امنیت له شورا سره په کرملین کې د روسیې او امریکا پر اړیکو خبرې وکړې.

د پوتین ویاند دیمتري پیسکوف وویل تمه ده چې دواړه جمهور رئیسان " د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په اوسنينو عمده موضوعگانو باندې خبرې وکړي".

د ښاغلي پوتین ویاند دیمتري پیسکوف د دواړو مشرانو ترمنځ د مشخصو موضوعگانو په هکله زیات څه ونه ویل، خو د ښاغلي ټرمپ سلاکارې میرمن کنوی، بیا فاکس نیوز ته ویلي چې ښاغلی ټرمپ به علاقمند اوسي که د روسیې مشر غواړي د اسلامي سخت دریځو د ماتولو په اړوند جدي خبرې وکړي.

کریملین د ښاغلي ټرمپ د هغه څرگندونو هرکلی کړی دی چې غواړي له ماسکو سره خپلې اړیکې ښه کړي. د مسکو او واشنگټن ترمنځ اړیکې په اوکراین کې د روسیې د مداخلې، د سوریې د جگړې او د امریکا په انتخاباتو کې د لاس وهنو په وجه خړې پړې شوې دي.

له بلې خوا د سپنې مانۍ ویاند تائید کړې ده چې ښاغلی ټرمپ به سبا د شنبې په ورځ د جرمني د صدراعظمې او د فرانسې د جمهور رئیس سره هم تلیفوني خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG