د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین ولې د نړیوالو سازمانو پرضد اقدام کړی؟


د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین په دې ورستیو کې یو نوی قانون توشیح کړی چې ددغه هېواد څارنوالانو ته صلاحیت ورکوي چې بهرني او نړیوال سازمانونه په روسیې کې ،،غیر ضروري،، وګڼي او بند یې کړي او هغه روسي اتباعو ته سزا ورکړي چې ددغو سازمانو سره اړیکې لري. ددغه قانون پلویان وايي چې ددې قانون په مرسته به د روسیې د اساسي قانون، امنیت او دفاعي چارو پرضد د ګواښونو مخه ونیول سي.

خو ددې قانون مخالفین بیا وايي چې ددغه قانون هدف دا دی چې هغه آوازونه وځپل سي چې د ویلادمیر پوتین د واکمنۍ ضد پورته کېږي او یا د هغه واکمني ګواښي.

ولسمشر پوتین د بهرنیوو او نړیوالو سازمانونو پرضد قانون ددغه هېواد په پارلمان کې د ډیرو محدودو او چټکو بحثونو وروسته په بیړه لاس لیک کړ.

خو ددغه قانون پرضد داخلي او خارجي غبرګونونه په لوړ آواز څرګند سول ځکه ددغه قانون مخالفین وايي چې دا په روسیې کې د مدني ټولنو دپاره یو حقوقي ګواښ دی.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحاد، دواړو دغه قانون چې نه یواځي څارنوالانو ته د غیر دولتي موسسو د تړلو واک ورکوي بلکې هغه روسي اتباعو ته هم سزا ورکوي چې ددې سازمانونو سره کار کوي، وغندی.

دغه ګنګ قانون سرغړونکو ته سزاګانې او جرمانې تعین کړي دي او مکررو سرغړونکو ته یې تر ۶ کاله پوري د بند سزا ټاکلې ده.

،،د قانون هدف د پوتین د واکمنی تداوم دی،،

د روسیې د بشري حقوقو یوې نامتو مدافع، میرمن ایلا پمفیلوا روانه اونۍ ددغه قانون تصویب او توشیح کیدل وغندل او زیاته یې کړه چې دغه نوی قانون حقوقي مدرک نلري. میرمن پمفیلوا وايي چې ددې قانون د تصویب او توشیح په بهیر کې د استناف حق حذف سوی دی او دا قانون د روسیې د اساسي قانون سره په ټکړ کې دی ځکه د محکمې له طریقه طی مراحل سوی نه دی.

د اداري فساد ضد، روسیْ مبارز الیکسي نولاني د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه په دې باور دی چې دغه قانون هغه بندیزونه نور هم غیښتلي کوي چې هدف یې پر واک باندې د ولسمشر پوتین پاته کېدل دي. هغه په ماسکو کې د امریکا غږ د بیرو سره په یوې ځانګړې مرکې کې دغه خبره وکړه.

ښاغلي نولاني داسې وویل ،،زه فکر کوم چې دغه قانون د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال د انتخاباتو سره قوي تړاو لري. د کریملن د ماڼۍ دپاره دا ډیره مهمه ده چې هغه موسسې حذف کړي چې نه یواځي د تمویلولو وړتیا لري بلکې د پروګرامونو د تنظیم، د خلګو د راټولو او د یوه علمي مرکز په توګه د فعالیت کولو وړتیا لري. پوتین غواړي چې میدان د هر ډول منظمې سازماندهۍ څخه پاک کړي.،،

نولاني زیاته کړه چې کریملن خپل پرسر دغه اقدام نه دی کړی بلکې یو ډول ویره موجوده ده.

هغه داسې وايي ،،زه فکر کوم چې د پوتین په داخلي کړۍ کې یو ډول ویره موجوده ده، په ځانګړې توګه د پوتین په استخباراتي کړیو کې چې اوس هم فکر کوي چې د روسیې سیاسي مخالفینو ته د بهر څخه پیسې راځي. دوي اوس هم په دې باور نلري چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کال مظاهرې د بهر نه سازماندهي شوي نه وې، بلکې د پوتین د اداري فساد په خاطر وشوې.،،

نولاني د سیاسي اوپزیسیون د مشرانو له ډلې څخه یو مشر و چې د پوتین د دوامداره واکمنۍ پرضد یې د حکومت ضد مظاهرې په لاره واچولې او شاخوا یو لک مظاهره چیان یې راغونډ کړل.

د کریملن پرضد انقلاب

په عین حال کې د پوتین پلویان بیا وايي چې دغه جدي قوانین به د لویدیځو کړیوو مخه ونیسي چې د کریملن پرضد انقلاب پیل نکړي.

په ۲۰۱۲ کال کې حکومت یو داسې قانون تصویب کړ چې په لړ کې یې هر هغه سازمان د بهرني اجنټ په نامه تورن کېږي، چې د بهرنیوو څخه پیسې ترلاسه کړي او وروسته بیا سیاسي فعالیتونو په وکړي.

شاخوا ۶۴ سازمانونه د بهرنیوو اجنټانو په توګه پېږندل سوي دي او باید ځانونه د بهرنیوو اجنټانو په توګه رسماْ رجستر کړي که نه نو په زرګونو ډالر جریمه به پر راووځي.

د بشري حقوقو د څار د سازمان د پروګرام مشره تانیا لکشینا وايي چې ددغه سازمانونو له ډلې نه یې ځینو فعالیت بند کړی دی ځکه د اجنټ معنی د جاسوس او خاین معنی لري.

میرمن لکشینا داسې وايي ،،دغه نوی قانون پرته له شکه د هغه لړۍ برخه ده چې هدف یې د آوازونو خپه کول دي خو دغه نوی قانون تر هغه هم پسي وراوړي. په داسې حال کې چې حکومت ادعا کوي چې د قانون هدف دا دی چې نړیوال سازمانونه او ډلې ملي امنیت ته ګواښ پېښ نکړي، ددې قانون هدف په اصل کې دا دی چې په روسیې کې روسۍ ډلې او فعالین خپه کړل سي چې د نړیوالو شبکو ، ملګرو او نړیوالې ټولنې سره اړیکې ونلري.،،

میرمن لکشینا زیاتوي چې ددغه قانون هدف دا دی چې هغه خپلواک آوازونه خپه کړل شي چې درې کاله مخکي کریملین ته د پوتین د ستنیدو سره سم پورته شول.

د پنځم ردیف ملي خاینین

د یادونې وړ ده چې د کریملن ماڼۍ یو بل کمپاین هم پیل کړی دی او په لړ کې یې خپلو سیاسي مخالفینو ته د پنځم ردیف د ملي خاینانو خطاب کوي چې په دې ډله کې مشهور مخالف سیاسي مشر نولاني هم شامل دی.

د دې نوي قانون په لړ کې د روسیې د پارلمان یوه نوي غړي، ویتلي زولوچیفسکي د پنځو سازمانونو د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده. په دغو سازمانونو کې د بشري حقوقو د څار نړیوال سازمان، د عفې نړیوال سازمان، د کارنیګي د څیړنیز مرکز د ماسکو څانګه، د شفافیت نړیوال سازمان او د میموریل انترنشنل په نامه د روسیې یونړیوال بشري سازمان شامل دي.

د میموریال په نامه د بشري حقوقو روسی سازمان دمخه لا د بهرنیوو د اجنټ په نامه یاد سوی دی او ددغه سازمان د اداري هیت غړی اولیګ اورلوف وايي چې د پارلمان د نوي وکیل زولوچیفسکي د اقدام هدف دا دی چې شهرت پیدا کړي.

هغه داسې وايي ،،دغه نوی وکیل غواړي چې تر ټولو ځان مخته کړي او د ځانه نوښت وښيي. هغه غواړي چې د قانون د نافذیدو وروسته لومړی کس وي چې ددې قانون څخه کار اخلي.،،

ښاغلی اولوو زیاتوي چې په داسې حال کې چې د بهرنیوو اجنټانو پرضد قانون هغه روسان ځپي چې د روسیې دننه کار کوي، نوی توشیح سوی قانون روسي سازمانونه منزوي کوي چې د خپلو نړیوالو ملګرو سره اړیکې ونلري.

روانه اونۍ د روسیې د عدلیې وزارت د دانسټي بنیاد چې په روسیې کې یو مخکښه علمي او سایسني سازمان دی، د بهرنیوو اجنټانو په لست کې واچوی.

حکومتي چارواکو د خپل اقدام څخه دفاع کړې ده او وايي چې د بهرنیوو اجنټانو په لست کې د ډانسټي بنیاد د اچولو پریکړه ددغه سازمان موجودیت ته هیڅ ګواښ نه پېښوي بلکې هدف یې یواځي دا دی چې د بهرنیوو له خوا د تمویل په برخه کې شفافیت رامنځ ته شي.

د روسیې یو تجار چې ددې علمي سازمان مشري په غاړه لري د روسیې د انترفاکس خبري آژانس ته یې ویلي دي چې هغه به دغه سازمان ته نورې پیسې ورنکړي ځکه چې حکومت پر دغه سازمان باندې د خارجي اجنټ نښان وهلی دی.

XS
SM
MD
LG