د لاس رسي وړ اتصالات

قندیل بلوچ ووژل شوه


پولیس وایي قندیل بلوچ د خپل ورور لخوا وژل شوې ده
پولیس وایي قندیل بلوچ د خپل ورور لخوا وژل شوې ده

په پاکستان کې پولیس چارواکي وايي قندیل بلوچ د پنجاب د ملتان ښار د مظفراباد په ګرین ټاؤن کې وژل شوې ده، هغه په اختر کې د پلار کور ته تللې وه.

د ملتان د پولیسو مشر اظهر اکرام وايي قندیل بلوچ د خپل ورور، وسیم، لخوا وژل شوې، د هغې په بدن کې د شکنجې نښې نښانې لیدل کیږي او داسې ښکاري چې مرۍ یې خپه شوې او یا زندۍ شوې وې.

ښاغلي اکرام د قندیل بلوچ قتل ناموسي وژنه وبلله او ویې ویل چې شاید نور علتونه هم ولري، چې له پلټنو وروسته به یې په ډاګه شي. د قندیل بلوچ ورور، وسیم، چې په قتل تورن دی له سیمې تښتېدلی دی.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وايي قندیل بلوچ تر خپل مرګ څو ورځې مخګې په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې، هغه ته د مرګ ډېر ګواښونه کیږي او د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت نه یې غوښتي وو چې امنیت یې ونیسي.

قندیل بلوچ د سندرو د لارې د هنر نړۍ ته په راتلو کې ناکامه شوه چې بیا یې وروسته ماډلنګ ته مخه وکړه.

د ماډلنګ ترڅنګ قندیل بلوچ په ټولنیزو رسنیو کې ډېره مشهوره وه، هغې به تل په ټولنیز رسنیو کې د ټولنې له مخکښو کسانو سره خپل تصویرونه او ویډیوګانې خپرول چې د پاکستان په شمول د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو کې هم د رسینو او خلکو پام اړولی و.

د هغې تر ټولو وروستۍ او لانجمنه ویډیو د پاکستان له مفتي عبدالقوي سره وه، قندیل بلوچ په یوه هوټل کې مفتي عبدالقوي سره لیدلي وو، ویډیو یې اخیستې وه او بیا یې په ټولنیزې رسنۍ کې خپره کړه، چې په پاکستان کې یې ډېر حساسیتونه راوپارول.

خو راپورونه وايي شاید د هغې قتل یوه انګیزه هم، همدغه ویډیو وي.

XS
SM
MD
LG