د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه په قطر کې پوځي اډه جوړوي


عکس: ارشیف - د ترکیې ولسمشر په قطر کې د خپل هیواد د سفارت د نوې ماڼۍ د پرانستلو پر وخت.
عکس: ارشیف - د ترکیې ولسمشر په قطر کې د خپل هیواد د سفارت د نوې ماڼۍ د پرانستلو پر وخت.

په قطر کې د ترکیې سفیر وایي چې د ترکیې او قطر ترمنځ د دفاعي تړون په بنسټ په قطر کې پوځي اډه جوړوي چې د دواړو هیوادونو د "گډو دښمنانو" پر وړاندې مبارزه وکړي.

دا پوځي اډه د ٢٠١۴ کال د موافقې له مخې کیږي چې د ترکیې پارلمان د جون په میاشت کې تصویب کړه. ترکیه په داسې وخت کې له قطر سره خپله پوځي ملگرتیا پراخوي چې په سیمه کې بې ثباتي په پراخیدو ده او دا وضیعت د امریکا د متحده ایالاتو گټې گواښوي.

په قطر کې د ترکیې سفیر احمد دیمرک د رویترز اژانس ته ویلي دي چې په دغه اډه کې به ٣٠٠٠ پلي ځواکونه ځای پر ځای شي. دا به په منځني ختیځ کې د ترکیې لومړني بهرني پوځي تاسیسات وي چې هوایي او سمندري قطعات، پوځي روزونکي او د ځانگړو عملیاتو ځواکونه به هم ولري.

ترکیې او قطر دواړو چې غښتلی اقتصاد لري په مصر کې د اخوان المسلمین او د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد د مخالفو وسله والو څخه ملاتړ کوي او په سیمه کې د ایران د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ خبرداری هم ورکوي.

همداشان دې دواړو هیوادونو د سوریې د جمهور رئیس د ځواکونو په گټه په هغه هیواد کې د روسیې مداخله غندلې ده.

ښاغلی دیمرک په دوحه کې د خبرو پر وخت په اسلامي نړۍ کې د عثماني ترکیې پخوانۍ امپراتوری ته په اشارې وویل "مونږ د نوي اتحاد په لټه کې نه یو، بلکې خپلې تاریخي او د ورورگلوۍ اړیکې تازه کوو."

له بلې خوا د لندن د کینگز کالج پروفیسر ژان مارک ریکلي چې د قطر د ملي دفاع د کالج استاد دی وایي "که د قطر په شان یو کوچنی هیواد اوسئ، تاسو په خپله خاوره کې د مختلفو متحدینو کوربه توب سره مینه لرئ ځکه چې د متحدینو له لوری ستاسې د امنیت ضمانت کیږي."

په دې اړه قطري چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.

د پوتین او سلیماني کتنه

په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پر وړاندې د جگړې په زور اخیستو سره پیوستونونه پیاوړي شوي او په سیمه کې د ایتلافونو لیکې په ډاگه کیږي.

د فارس خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران د قدس ځواکونو قوماندان جنرال قاسم سلیماني چې د سپاه پاسداران د بهرنیو عملیاتو مسؤلیت یې په غاړه دی تیره اونۍ روسیې ته سفر کړی او د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره یې کتلي دي. دا خبر د تهران او مسکو ترمنځ د نژدیوالي نښه ده چې د دوی ترمنځ د سیمه ییز ایتلاف د پیاوړي کیدو په ترڅ کې رامنځ ته کیږي.

د فارس اژانس وایي جنرال سلیماني مسکو ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د جمهور رئیس پوتین او نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو سره د کتنې په ترڅ کې له هغوی سره په سوریه، عراق، یمن او لبنان کې د وروستیو انکشافاتو په اړه خبرې کړې دي.

جنرال سلیماني په ایران کې ځواکمن شخص گڼل کیږي او په مستقیمه توگه د ایران مشر آیت الله خامنه یی ته رپوټ ورکوي.

XS
SM
MD
LG