د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکی: د افغانانو د بیا پخلاینې لپاره صادقانه هڅه کوو


په اسلام اباد کې د څلوراړخیز بهیر د چهارشنبې د ورځې غونده د نږدې درې میاشتې ځنډ وروسته جوړیږي.
په اسلام اباد کې د څلوراړخیز بهیر د چهارشنبې د ورځې غونده د نږدې درې میاشتې ځنډ وروسته جوړیږي.

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت مشاور، ناصر جنجوا، د سه شنبې په ورځ وویل چې پاکستان او افغانستان له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي او باید په ګډه یې پر ضد ودریږي. ښاغلي جنجوا وویل سره له دې چې هېواد یې په ځينو مسایلو کې له افغانستان سره د نظر اختلاف لري، خو دواړه هېوادونه ګډ نظر لري.

هغه وویل " موږ صادقانه هلې ځلې کوو، چې د بیا پخلایني د پروسې سره مرسته وکړو. هڅه کوو، چې په افغانستان او زموږ په خپلو ناامنه سیمو کې د سولې په راوستلو کې رول ولوبو".

دا خبرې داسې مهال کیږي، چې د امریکا، افغانستان، چین او پاکستان ډيپلوماتان د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې بیا څلور اړخیز مذاکرات پيلوي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌ حُسین مرتضوي امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، چې دا غونډه یوازې د سولې د خبرو لپاره نه جوړیږي او زیاته یې کړه، چې په دې غونډه کې به د څلورو هیوادونو سفیران په مختلفو مسایلو بحث وکړي.

هغه وویل "دا غونډه چې ټاکل شوې په اسلام‌آباد کې وشي، د څلور اړغیزې غونډې د غړو هیوادونو د سفیرانو په حد کې ده، خو د افغانستان د حکومت ټینګار په دې دی، چې د پاکستان دولت په خپلو هغو ژمنو عمل وکړي، چې په څلور اړخیزې غونډې کې یې کړې وې، عملي ګامونه پورته کړي، په اوسني وضعیت کې د افغانستان حکومت د سولې د ټینګښت په برخه کې بین‌الافغاني خبرې زیاتې ګټورې ویني."

د څلور اړخیزو مذاکراتو وروستۍ غونډه تیرکال د حوت میاشتې په څلورمه نېټه په کابل کې د افغان حکومت، امریکا، چین او پاکستان د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوالو پرېکړه کړې وه، چې د پاکستان به کوربتوب به د ۲۰۱۶ کال د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ مذاکراتو لومړی دور پیل شي، خو طالبانو د یو بیان په خپرولو په دې خبرو کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

دغه راز، په دې غونډه کې پریکړه شوې وه، څلور واړه هیوادونه په ځنګړې توګه پاکستان به د هغو ډلو پر وړاندې، چې د سولې خبرو ته غاړه نه اږدي جدي اقدامات وکړي.

خو د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغان حکومت د دې غوښتنې په ځواب کې وویل، چې هیواد يې په خپله خاوره کې د افغان وسله‌والو طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات نه کوي.

له هغې وروسته افغان حکومت ګواښ وکړ که چیرې پاکستان په خپلو ژمنو عمل ونکړي، افغانستان به د دغه هیواد په وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته شکایت وکړي.

تیره اونۍ افغان ولسمشر بریتانیا کې د خپل سفر پر مهال په یوې غونډه کې د پاکستان پر سیمه‌ ایزو سیاستونو نیوکه وکړه او پاکستان یې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې په نه همکارۍ تورن کړ.

د ژمنو ارزونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله آزاد امریکا غږ ته وویل، د اسلام‌آباد په غونډه کې به ټولې هغه ژمنې ارزول شي، چې په تیرو څلور اړخیزو غونډو کې د غړو هیوادونو له خوا شوې وې.

هغه وویل "هغه هوکړې، چې په تیرو څلورو غونډو کې شوې وې، ازول کېږي، څلورو هیوادونو په خپلو ژمنو عمل وکړ او که نه، دا په دې غونډه کې ارزول کېږي."

ښاغلي آزاد وویل، لا هم افغانستان پر خپل پخواني دریځ ولاړ دی او د هغو ډلو پر وړاندې د جدي اقداماتو په ترسره کولو ټینګار کوي، چې پر وینا یې د سولې خبرو ته نه حاضریږي.

د څلور اړخیزو مذاکراتو لړۍ په داسې حال کې د څلورو هیوادونو د سفیرانو په کچه سبا په اسلام کې پیلیږي، چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چین ته د خپل سفر پر مهال، د هغه هیواد له چارواکو غوښتې، چې پر پاکستان فشار راولي تر څو پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

خو له دې مخکې د افغانستان ولسمشر د دغه هیواد ملي شورا ته د وینا پر مهال ویلي وو، له پاکستان څخه دا تمه نه لري، چې وسله‌وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

XS
SM
MD
LG