د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د افغان سولې په اړه غونډه ختمه شوه


دا د څلوراړخیز بهیر پنځمه غونډه ده چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلیدلو په هکله په کې ګډونوال خبرې کوي.
دا د څلوراړخیز بهیر پنځمه غونډه ده چې د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلیدلو په هکله په کې ګډونوال خبرې کوي.

په اسلام اباد کې څلوراړخیزه غونډه په افغانستان کې د سولې د راوستلو په ژمنو او ټېنګار ختمه شوه. د غونډې ټولو برخوالو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د بندولو او ختمولو لپاره خپلې ژمنې بیا تکرار کړې.

د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه، خو ویل شوي نه دي، چې شپږمه غونډه به کله وي. اعلامیه وایي د غونډې نېته به د ټولو په خوښه وټاکل شي.

د غونډې برخوالو، پاکستان، امریکا او چین په کابل کې د اپریل د نونلسمې برید هم په کلکه وغنده، په دغه برید کې تر ۶۰ ډېر کسان ووژل او سلګونه نور ژوبل شول.

دا د دغو هېوادونو ترمنځ پنځمه غونډه وه، چې د چهارشنبې په ورځ پیل او ختمه شوه.​ غونډه کې د پاکستان د پلاوي مشري د بهرنیو چارو سکټر اعزاز چوهدري کوله، د امریکا له اړخه د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هیواد ځانکړی استازی ریچارد ولسن او د چین له اړخه په بهرنیو اړیکو کې د دغه هیواد ځانګړی استازی ډینګ ژوجون برخه لرله.

په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال بیا د افغانستان استازی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند محمد نفیس ذکریا له خولې ویلي چې د دغې غونډې د جوړیدلو هدف په افغانستان کې روانه جګړه پای ته رسول دی. محمد نفیس ذکریا ویلي چې په دې غونده کې به د سولې د لارې د نقشې د عملي کیدلو په امکاناتو د غونډې برخه وال خبرې وکړي.

دا د څلور اړخیز بهیر د پیل راهیسې ددغه بهیر پنځمه غونډه ده چې په کې ګډونوال د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو ترمنځ د خبرو د پیل په سر بحثونه کوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په غونډه کې به د څلور اړخیز بهیر د تیرو غونډو پریکړې وارزول شي.

د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد، امریکا غږ ته وویل چې د اسلام اباد په نننۍ غونډه کې به دا وڅیړل شي چې په څلور اړخیز بهیر کې د ګډونوالو له خوا شوې پریکړې څومره یې عملي شوي دي.

ښاغلي ازاد وویل "طبعي ده چې په نورو مسلو به هم خبرې وشي، د څلوراړخیز بهیر هغه تیرې څلور غونډې به وارزول شي او په دغو غونډو کې چې کومې پریکړې شوې وې هغه به وارزول شي چې څومره په هغو پریکړو عمل شوی دی او څلورو هیوادونو پر خپلوژمنو عمل کړی او که نه".

د افغانستان، پاکستان امریکا او چین د استازو وروستۍ غونډه د تیر لمریز کال د کب په څلورمه په کابل کې جوړه شوې وه.

په کابل کې د دغې غونډې وروسته افغان حکومت د طالبانو د ډلو له استازو سره د مخامخ خبرو د پیل تمه لرله، خو طالبانو د خبرو میز ته د حاضریدلو پر ځای جګړې ته مخه کړه او د عمري عملیاتو په نوم یې په افغانستان کې خپل نوي پسرلني عملیات پیل کړل.

افغان حکومت وایی، اوس یې هم دریځ دادی چې که د طالبانو هغه ډلې چې د سولې خبرو ته چمتو نه دي، باید پاکستان یې پر وړاندې پوځي اقدام وکړي. د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال، وایي افغان حکومت د خپلو وسله والو مخالفانو سره بین الاافغاني خبرې غوره ګڼي.

ښاغلي مینه پال وویل "د افغانستان د حکومت غوښتنه داده چې پاکستان لومړی باید هغه تعهدات بشپړ کړي چې د څلوراړخیز کمیسیون له لارې یې کړي دي چې د هغو ډلو پروړاندې عملي اقدامات وکړي چې د دوی پ خاوره کې دي او په افغانستان کې چاودنې کوي انتحار کوي او انسانان وژني".

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وایي، ترڅو پورې چې عملي اقدام شوی نه وي د خبرو مسله د وخت ضایع کول دي. ښاغلي مینه پال وویل "مونږ که چیرې مذاکرات کوو هغه به بین الاافغاني مذاکرات کوو پایلې يې ډیرې ښې دي".

خو د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوه د سه شنبې په ورځ وویل "دا یو ستونرمن او د ازمایښت وخت دی، چې مونږ ورڅخه یوځای تیریږو، مونږ ځیني اختلافونه لرو، په خپل لرلید کې ځینې اختلافونه لرو، مونږ په ډیر اخلاص د پخلاینې په برخه کې د مرستې د برابرولو هڅه کوو او په افغانستان کې او هم په خپلو سیمو کې د سولې د ټینګیدلو په برخه کې د خپلې ونډې د ترسره کولو هڅه کوو".

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وویل دې باوري دی چې د افغانستان او پاکستان راتلوونکې یوه ده.

XS
SM
MD
LG