د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې د خبرو څلورمه غونډه په کابل کې پیل شوه


ټاکل شوې چې د غونډې په پای کې به د نننۍ ناستې پریکړې په یوه اعلامیه کې اعلان شي
ټاکل شوې چې د غونډې په پای کې به د نننۍ ناستې پریکړې په یوه اعلامیه کې اعلان شي

د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره د لارې چارې د لټولو دا غونډه نن لس نیمې بجې په ارګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په وینا پرانیستل شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزارتونو معینان او افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا او د چین د هیوادونو استازي برخه لري.

افغان حکومت تمه لري چې په دې غونډه کې به د افغان حکومت او د طالبانو د ډلو د صلاحیت لرونکو استازو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره نیټه اود خبرو لپاره د ځای په معلومولو خبرې وشي.

صلاح الدین رباني د څلوراړخیز بهیر پراهمیت باندې د خبرو په وخت د غونډې د برخه والو وغوښتل چې پر هغو اقداماتو دې غور او فیصله وکړي چې له مخې یې افغان اوپاکستاني دیني عالمان په افغانستان کې د زور زیاتې په وړاندې ودریږي او د سولې له بهیر ملاتړ وکړي.

ښاغلي رباني وویل " د باور د فضا د رامنځ ته کولو لپاره د نورو اقداماتو په څنګ کې په دغه پړاو کې مونږ د افغانستان د خلکو پر وړاندې د پام وړ د زور زیاتي د پیښو د کمیدلو غوښتونکي یو. زمونږ دا غوښتنه د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره د ګډو هڅو پر وړاندې یو ازمایښت دی ".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د خبرو پیل او دوام سره دې د هغو ډلو پر وړاندې فضا راتنګه شي چې لا هم جګړو ته دوام ورکوي.

ښاغلي رباني وویل چې د هغوی پناه ځایونه او د ملاتړ سیتسم دې هم له منخه یوړل شي.

هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به د هغو ډلو پر وړاندې کلک ودریږي چې لا هم په افغانستان کې جګړو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې څلوراړخیز بهیر په تیرو غونډو کې ډیر پرمختګ شوی دی.

صلاح الدین رباني د څلوراړخیز بهیر د غونډې د برخه والو وغوښتل چې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ فبرورۍ د میاشتې ترپایه د مخامخ خبرو لپاره دې جزئیات په نننۍ غونډه کې تصویب کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په طالبانو غږ وکړ چې سولې بهیر سره دې یو ځای شي.

هغه د جمهوررئیس محمد اشرف غني هغه خبرې بیا تکرار کړې چې ښاغلي غني تیره اونۍ د افغانستان څخه د روسانو د وتلو په کلیزه کې پرې غږیدلی وو.

ښاغلي رباني وویل چې د افغان حکومت غیږ د طالبانوډلو اود حکمتیار اسلامي حزب ته پرانیستې ده.

هغه وویل چې هرڅوک چې په سیاسي بهیر کې ګډون غواړي د افغانستان اساسي قانون یې مخه نه ده ډب کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به د هغو وسله والو مخه ونیسي چې لا هم په افغانستان کې زور زیاتې ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې چې ددغې غونډې په پای کې د غونډې پریکړې په یوه اعلامیه کې خپرې شي.

XS
SM
MD
LG