د لاس رسي وړ اتصالات

معلومات ښيي چې ان اس اې د کوانټم کمپیوټر جوړوي


Quantum Computer
Quantum Computer
د کوانټم په نامه کمپیوټرونه چي د اوسني عصري کمپیوټرونه په مقایسه څو چنده تیز کار کولای سي یوې سیاینسي خیالي مسلې ته نږدې خبره بلل کېده خو په دې ورستیو کې د امریکا د ملي امنیت د ادارې معلومات ښيي چې دغه اداره ډیر زیار باسي چې دغه ډول یو کمپیوټر جوړ کړي چې د هر ډول کمپیوټر د کوډونو د ماتولو وړتیا ولري.

دغه راز کمپیوټر به چې د نن ورځې د ډیرو قوي کمپیوټرونو په پرتله به هم څو ځلي تیز وي، په آسانه سره وکولای شي چې هغه کوډونه مات کړي چې تر اوسه پوري یې خلګو داسي فکر کوی چې هغه نه ماتېږي. د همدغو کوډونو څخه د نړۍ په کچه سیاینسي، مالي او حکومتي ادارې کار اخلي چې خپل معلومات وژغوري.

د کوانټم د کمپیوټرو اساسي اصول یوه فزیکي پدیده ده چې تر اوسه پوري په بشپړه توګه واضیح شوې نه ده ځکه ددې کمپیوټر ترکیبي واحدونه په عین وخت کې دوه حالته اختیارولای شي. اوسني عادي کمپیوټرونه د باینري کوډونو په واسطه کار کوي چي په کښي معلومات یا د صفر یا د یو عدد په توګه ښودل کېږي خو د کوانټم په کمپیوټر کي بیا دغه معلومات په عین وخت کې هم د صفر په توګه او هم د یوه په توګه ښودل کېدای سي.

په تیوریک لحاظ به دغه ډول فزیکي بدلون کوانټم کمپیوټرونو ته د دې زمینه مساعده کړي چې د عادي کمپیوټرونو د حسابي برخې څخه په چټکۍ سره تیر شي او مغلق کودونه مات کړي.

د ان اس اې یا د امریکا د ملي امنیت د ادارې د پخواني قراردادي له خوا افشا شوي معلومات ښيي چې دغه اداره اوس مهال ۸۰ میلیونه ډالره د تحقیق پر یوې داسي پروژې باندي لګوي چې هدف یې د همدغو کمپیوټرونه جوړول دي.
XS
SM
MD
LG