د لاس رسي وړ اتصالات

په کوټه کې د وسله والو په برید کې د مړو شمیر ٦١ کسانو ته ورسید


د رسنیو د راپورونو له مخی وسله والو کسانو په کوټه کې د پاکستان د پولېسو د روزلو په مرکز تره شپه ١١ بجي برېد وکړ او ېو گڼ شمیر د پولیسو روزنکې ېې برمته کړل. په کوټه کې د ډیوه راډیو خبریال حمید سمسو په خپل رپورټ کې ویلې چې ٦١ د پولېسو محصلېن او نور کسان مړه دی او ١٢٢ نور زخمېان شوي دي.

عېني شاهدانو او حکومتي مامورانو ووېل چې د پوځ کوماندوگانو د پولېسو تربېوي مرکز محاصره کړاو دواړو خواو ترمنځ سختې ډزې تبادله شوي دی.

اژانس فرانس پریس راپور ورکړی، چې د پاکستان امنیتې ځواکونو د وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړی.

ایسوسي ایټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخي د بلوچستان د صوبایی حکومت ویاند نورا لحق کاکړ ویلې چې برید پروخت شاه خوا ٢٥٠ د پولیسو په رونیز مرکز دننه و، چې زیاتره ېې راخلاص کړل شوي دی.

د رایټرز خبري اژانس د راپور له مخی په دغه سیمه کې د شپې ١ بجه دری چاودنی هم شوي دی.

بلخوا د بلوچستان صوبي د کورنیو چارو وزیر سرفراز بگټي بیا ویلې بریدگر د افغانستان څخه راغلي و او د لشگر جنگهوي فرقوي د ډلی کسان ول ، هغه زیاته کړه چې یو ترهگر د پولیسو په ډزو کې وژل شوي او دوه نورو ځانونو ته د چاویدونکې توکیو دلاري چاودنه ورکړي.

تر اوسه ددې برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې. خو په بلوچستان کې د پوځ لوړ پوړي قومندان شیرافگن رسنیو ته وویل چې د بریدگرو او د هغوي د قومندانانو ترمنځ د ټیلې پوني خبرو سره داسي معلومیږی چې برید گرد لشکرجنگهوي د فرقوي ډلی کسان ول.

XS
SM
MD
LG