د لاس رسي وړ اتصالات

د بلوچستان په خوزدار کې برید ۱۸ کسه وژلي


پاکستاني چارواکي وايي چې ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کې وروسته له هغه نه چې وسله والو پر یوه موټر باندي برید وکړ لږ تر لږه ۱۸ کسه وژل شوي دي.

دغه پېښه د خوزدار په سیمه کې چې د بلوچستان د مرکز کوټې نه ۲۵۰ کیلومیټره لیري ده، رامنځ ته شوې ده.

یوه لوړ پوړي سیمه ایز چارواکي عبدالمنصور کاکړ د امریکا غږ د اردو څانګې ته وویل چې نا معلومو وسله والو پر یوه موټر باندي برید وکړ او له امله یې نږدې یوه ټانک انفجار وکړ.

نوموړي وویل چې په وژل شویو کسانو کې ۵ میرمنې او ۳ ماشومان هم شامل دي. پاتې وژل شوي کسان دومره سوځېدلي وو چې د پېږندو نه وو.

لګېدلی اور څیرمه دوکانونو ته وغځېدی . دوه تنه وژل شوي کسان دوکانداران وو. کاکړ وویل چې د دوو نورو ټپي شویو دوکاندارانو حالت وخیم دی.

برید کونکي د برید نه وروسته سمدستي تښتېدلي دي. تر اوسه پوري چا د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. بلوچستان د پاکستان د تر ټولو غریبو او خطرناکو سیمو له جملې سیمه ده چې په کښي زیاته اندازه طبیعي زیرمې پرتې دي. دغه سیمه د فرقه ايي شخړو ، د طالبانو د حملو او د بیلتون غوښتونکو د بریدونو قرباني ده.
XS
SM
MD
LG