په پاکستان کی چارواکی وایی چی د میتان د ګازو په یوی چاودنی کی چی د دغه ملک په جنوب لویدیځ کی د سکرو په کان کی وسوه لږ تر لږه د دغه کان ۶ کارکوونکی وژل شوي دي او ۴۵ نور بیا په دغه کان کی بند پاته دی.
مامورین وایی چی دغه چاودنی نن په هغه کان کی وسوه چی د پاکستان د کانونو د انکشاف د دولتی موسسی لخوا ایستل کیږی.
د سکرو دغه کان د بلوچستان په صوبی کی دی او د کوټی د ښار په ۳۵ کیلومتری کی پروت دی.
د کانو د کار یو څارونکی وایی چی د میتان د ګاز موجودیت په دغه کان کی د ژغورنی د عملیاتو مخه نیولی ده.