د لاس رسي وړ اتصالات

لوگر کې د قران سوځولو ضد اعتراضونو کې دوه تنه وژل شوي


افغان اعتراض کونکو په دریمه ورځ د قران کریم د سوځولو پرضد چې که څه هم دغه پلان لغوه شوی دی، خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ.

د برکي برک ولسوال وايي دوه تنه اعتراض کونکي ووژل شول او یو شمیرنور اعتراض کونکي د پولیسو د ډزو په نتیجه کې ژوبل شول.

محمد رحیم امین وايي اعتراض کونکو د مرگ په امریکا نارې وهلې او غوښتل یې چې د ولسوالی په ودانۍ کې راغونډ شي.

د جمعې او شنبې په ورځو د ملک په ځنو برخو کې په زرگونو خلکو د قران کریم د سوځولو د پلان پرضد په اعتراضونو کی برخه واخیستله. ددوی ځنو نه ؤ خبر چې د یوه مسیحي پادری دغه پلان فسخ شوی دی.

تیري جونز د فلوریدا په ایالت کې د یوې کلیسا د جماعت مشري کوي. ده هغه وخت خپل دغه پلان فسخ کړ چې په ملي او بین المللي سطحه د هرې خوانه سخت اعتراضونه وشول او دده دا عمل سخت وغندل شو.

د افغانستان په نورو برخو کې د ناتو په خبره ائتلافي قواوو د ننگرهار په ولایت کې پنځه یاغیان ووژل، په وژل شوو کې د طالبانو یو قوماندان قاري ولی هم وژل شوی دی. ناتو زیاتوي چې دغه قوماندان پلان کړی ؤ چې د راتلونکو پارلماني انتخاباتو په ورځ د رای گیرۍ یو مرکز باندې د توغندیو بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG