د لاس رسي وړ اتصالات

برهان الدین رباني د سولې د شورا رئیس وټاکل شو


برهان الدین رباني د سولې د شورا رئیس وټاکل شو

برهان الدین رباني د سولې د شورا رئیس وټاکل شو

د افغانستان مامورین وايي دغه پخوانی جمهوررئیس به د مخالفینو سره د سولې د خبرو په نیت د جوړې شوې شورا مشري کوي.

برهان الدین رباني په ١٩٩٠ ومو کلونو کې د افغانستان جمهوررئیس او په ١٩٨٠د لسیزې په کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال په وخت کې د مجاهدینو د جمعیت د گوند مشر ؤ.

د سولې شوری د پنجشنبې په ورځ رسماً په کار پیل وکړ.

په تیر جون کې د کابل د سولې په کانفرانس کې گډونکو د جمهوررئیس حامد کرزي د طالبانو سره د سولې پلان ومانه ترڅو په ملک کې نهه کلنې جگړي ته خاتمه ورکړي.

طالبانو ویلي دي چې دوی به ترهغه پورې د سولې په خبرو کې گډون ونه کړي ترڅو بهرني قواوې له ملک نه وي وتلې.

XS
SM
MD
LG