د لاس رسي وړ اتصالات

د برهان الدین رباني له مرګ وروسته


د برهان الدین رباني له مرګ وروسته
د برهان الدین رباني له مرګ وروسته

د چارشنبی په ورځ په سوونو افغانان ددې لپاره راټول شوی وو چې د پروفېسور برهان الدېن په مرګ اعتراض وکړي.

په داسې حال کې چې نن په افغانستان کې د سولې ورځ لمانځل کېده، د افغانستان حکومت درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.

ټاکل شوې وه د افغانستان مشهور سندر غاړی فرهاد دریا په دغه ورځ د کابل ښار د میرمنو لپاره د سولې په نامه یو لوی کنسرت جوړ کړي. خو دا کار ونشو.

د سولی نړیوالی ورځی په درشل کی د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني د یو ځانمرګي برید په ترڅ کې د ۵ نور کسانو سره ووژل شو او د سولې د عالي شورا مرستیال معصوم ستانکزی ټپي شو.

ډیری افغان سیاستوال او شنونکي په دې اند دي چې دا د هغو زنځیري وژنو یوه کړۍ ده چې افغان مخور مشران او سیاستوال یې په مخه اخیستي او دغه هیواد کې د سولې او تیکاو د رامنځته کیدو ډښمنان دي.

د افغانستان د پارلمان غړی جبار قهرمان د ښاغلي رباني په وژلو کې د ګاون هیواد لاس شریک بولي. جبار قهرمان وایي استاد رباني د خپل نیت او هوډ په لار کې چې فغانستان ته د سولې راوستل وو شهید کړای شو.

"د سولی په خاطر قربانی شو دده نیت صلحه وه سوله هغه ارمان دی چې د خدای َرسول او انساني مذهب پر دې پافشاري کوي".

د پارلمان دغه غړی وایي پاکستان خپل قوت د افغانستان په ضعف کې ویني. د هغه په وینا پاکستان د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په خپل ګاونډ کې د یو قوي او ودان هیواد شتون نشي زغملی. هغه په افغانستان او پاکستان کې د سیاسي قتلونو تر منځ ژور تړاو ګڼي او وایي پاکستان په خپل کور دننه او بهر کې د خپلو ګټو دښمنان وژني.

"هر هغه څوک چې هلته دی د دوی د ګټو پر خلاف دریږي او که څوک دلته وي نو د دوی په کتاب کې د هغه مرګ روا دی. چا چې په پاکستان کی ژوند کړی وي هغه په دې خبره ښه پوهیږي".

احمد ضیا مسعود هم د ښاغلي رباني په وژنه کې د دولت لاس شریک ګڼي او وایي هغه د ولسمشر کرزي په امر د احمد یار او عصمت الله په نامه دوو تنو سره لیدنه کوله چې ځانونه یې د طالبانو استازي بلل .

خو په همدې حال کې د جمعیت اسلامي د ګوند غړی مولانا فرید ددې زنځیري وژنو لپاره افغان دولت پړ ګڼي.

د مولانا فرید په وینا افغان دولت د دولتدارﺉ او مدیریت استعداد او وس نلري. مولانا د افغانستان د ملي امنیت اداره محکوموي او وایي ددې پیښو د مخنیوي لپاره یې کار ندی کړی. دی محکمې ته د ملي امنیت د ادارې مشر راکشول غواړي.

"د افغانستان د ملي امنیت د ادارې مشر دې ژر تر ژره محکمې ته واوکاږل شي. دا زموږ د ملي شخصیتونو په وړاندې څوم برید دی چې دده د مشر تابه په دوران کې تر سره کیږي خو دولت ولې د دوی نه پوښتنه نه کوي؟"

افغان دولت د ښاغلي رباني د وژنې په ویر کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.

د خلکو غبرګون

د ښاغلي رباني وژنه د نړۍ د ډیرو حکومتونو مشرانو وغندله.

د امریکې ولسمشر د ښاغلي رباني وژنه د افغانستان لپاره ستره ضایعه وبلله او له افغانانو سره یي غمشریکي وښودله.
د امریکی د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سناتور جان کیري د استاد رباني وژنه د سولې په بهیر کې یو ستر په شاتګ وګاڼه.

همدا رنګه په کور دننه مشرانو او سیاستوالو هم په دې اړه خپل ویر څرګند کړی دی.

د اوبو او انرژﺉ وزیر اسمعیل خان وایي دا د هغو کار دی چې د سوله ییز افغانستان د لیدو سترګې نلري.

جنرال عبدالرشید دوستم ښاغلی رباني د افغانستان د لوړو تاریخي شخصیتونو له ډلې بولي او وایي هیواد ورباندې ګران وو او تل به یې خلک ورورﺉ او سولې ته رابلل.

د سولی عالي شورا ددغې پیښې په اړه په خپل پیغام کې وایي: شهید استاد پروفیسور برهان الدین رباني افغانستان ته د تل پاتې سولې د راوستو په لاره کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې تر سره کړې دي چې په دې لاره کې ددغه ستر شهید شهادت دده دهلو ځلو سپېڅلتیا څرګندوي.

دا شورا د خپل مشر وژنه د افغانستان دخلکو او بیا په ځانګړې توګه ددغه شورا لپاره نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼي او ډاډ ورکوي چې د د خپل مشر د هیلو د پوره کیدو په لاره کې به نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.

رباني څوک وو؟

برهان الدین رباني چې په ۱۹۴۰ کې د بدخشان په فیض اباد ښار کې وزیږید، په کابل پوهنتون او د مصر په الاظهر پوهنتون کې یې د شرعیاتو لوړې زده کړې وکړې.

په ۱۹۵۷ کې په کابل پوهنتون کې د افغان ځوانانو د نهضت مشر شو او په کال ۱۹۷۲ کې د افغانستان د اسلامی جمعیت د ګوند د رییس په توګه وټاکل شو.

د برهان الدین رباني له مرګ وروسته
د برهان الدین رباني له مرګ وروسته

ښاغلي ربانې په نولس سوه څلور اویا کې د افغانستان د وخت د حکومت پرخلاف هلې ځلې پیل کړې. هغه په نولس سوه اتیایمې لسیزې کې د مجاهدینو د اووه ګونو ډلو د یوې ډلې جمعیت مشري کوله چې جنګیالی یې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې فعال وو. پخپله ښاغلي ربانې ډیر وخت د پاکستان په پیښور کې تیر کړ.

له هغه وروسته چې په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکوریدو وروسته پاکستان-میشته جهادي ډلو واک ترلاسه کړ صبغت اله مجددي د څو میاشتو لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د هغې پریکړې له مخې چې جهادي مشرانو په اسلام کې کړې وه، ښاغلي ربانې له صبغت اله مجددی د چارو واګې په سوله ایز ډول ترلاسه کړي.

استاد رباني له ټاکل شوې مودې ډیر په واک کې پاتې شو. که څه هم نوموړې د دغه کار لپاره د شورای اهل حل و عقد په څیر غونډې د خپلې واکمنې د مشروعیت لپاره راوبللې خو د نوموړې د واکمنې په مهال په کابل کې د جهادي ډلو تر منځ سختې خپلمنځي جگړې رامنځته شوۍ. ښاغلي رباني به تل ټینګار کاوه چې که حالات سم شي نو ټولټاکنو ته به غاړه کښیږدي.

خو دغه کار د ۲۰۰۱ کال تر پایه ترسره نشو.

د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر پر نهمه ښاغلي رباني خپل د ملي دفاع وزیر او پخوانې جهادي ملګرې احمدشاه مسعود له لاسه ورکړ. د مسعور له وژل کیدو دوه ورځي وروسته د سپتامبر پر یوولسمه پر امریکا ترهګریز بریدونه وشوه.

دغو بریدونو ته په غبرګون کې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷ نیټې امریکا پر طالبانو پوځي بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې د طالبانو واکمني ړنګه شوله او د ښاغلي رباني په مشری ځواکونه یوار بیا کابل ته راننوتل.

رباني یو وار بیا د کابل ارګ ته راغې او د ولسمشر په توګه راڅرګند شو خو دا ځلي د ډیرې لنډې مودې لپاره.

له ۱۱ سپتمبر وروسته

د برهان الدین رباني له مرګ وروسته
د برهان الدین رباني له مرګ وروسته

د ۲۰۰۱ کال د دسامبر په میاشت کې د ښآغلي ربانې د استازو په ګډون د جرمني د بن په ښار کې افغان استازو پریکړه وکړه چې ښاغلی رباني باید واکمني د حامد کرزي په مشری یوې لنډمهالې ادارې ته وسپاري. له یو څه مخالفت وروسته، ښاغلی رباني سلا شو چې حامد کرزي ته د چارو واګې وسپاري. رباني له واکه ګوښه شو او حامد کرزي د نوي افغانستان مشر شو.

خو ښاغلي رباني سیاست سره مخه ښه ونکړه. هغه نه یوازی چې د جمعیت اسلامي مشر وو بلکه د ولسمشر کرزي په حکومت کې یې هم ډیر نفوذ درلود.

ښاغلي رباني په ۲۰۰۵ کال کې د بدخشان له ولایته ځان ولسي جرګه ته کاندید کړ او ټاکني یې وګټلي خو په ملي شورا کې له سیاسي پلوه ډیر ونه ځلید. په ۲۰۱۰ کال کې ښاغلي رباني د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن د ګډې جرګې مشري وکړه او پدې ډول یو وار بیا د سیاست لمړې کرښې کې راڅرګند شو.

په همدغه کال کې پداسې حال کې چې د طالبانو خلاف جګړه ډیره توده شوې وه، ولسمشر کرزي د سولې عالي شورا جوړه کړه او ښاغلی رباني یې د دې شورا د مشر په توګه وګماره.

ګڼو لدې کبله نیوکې لرلې چې ښاغلي رباني د سولې د شورا د مشري لپاره مناسبه نه وو ځکه نوموړي د خپل حکومت په مهال یوه ورځ هم له طالبانو سره په سولې کې نه وه تیره کړې.

خو ښاغلي رباني ویل د سولې راوستلو لپاره به هیڅ هلې ځلې و نه سپموي.

د ښاغلي رباني لپاره به په ټولو ولایاتو کې د غیابي جنازې لمونځ او د فاتحې مراسم ادا کړی شي

او د هغه جسد به د جمعې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کی د کابل ښار په وزیر اکبر خان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG