د لاس رسي وړ اتصالات

د رسنیو د خوندیتوب لپاره د ځانګړې قطعې جوړولو غوښتنه


د راډیو تلویزیونونو اتحادیې چارواکو د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو د تیرې چارشنبې برید د افغانستان پر رسنیو برید بللی دی.
د راډیو تلویزیونونو اتحادیې چارواکو د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو د تیرې چارشنبې برید د افغانستان پر رسنیو برید بللی دی.

د افغانستان د راډیو تلویزیونونو اتحادیه له افغان حکومت څخه غواړي، چې د رسنیو د خوندیتوب لپاره د افغان امنیتي ځواکونو یوه ځانګړې قطعه جوړه کړي.

د دې اتحادیې چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې اته فقره‌يي اعلامیې په خپرولو، د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو د تیرې چارشنبې ورځې برید په کلکه وغنده او دا برید یې د افغانستان پر رسنیو برید وباله.

د دې اتحادیې یو چارواکي عبدالحمید مقري د اعلامیې د خپرولو پر مهال وویل، په اوس وخت کې د دولت او رسنیو تر منځ د همغږۍ رامنځ ته کولو ته جدي اړتیا ده، چې له مخې یې د رسنیو د فعالیتونو د سمون لپاره اړین اقدامات ترسره شي.

ښاغلي مقري وویل، افغان ولسمشر دې له رسنیو څخه پریکنده ملاتړ وکړي او د مطبوعاتي اعلامیو او پیغامونو د خپرولو پر ځای دې د رسنیو لپاره استراتیژیکې برنامې جوړې کړي.

هغه وویل " د رسنیو په نښه کول او ماته ورکول د افغانستان سیاسي نظام په نښه کول او نظام ته د ماتې ورکولو په معنی دي، نو له دې مخې د رسنیو د امنیت خوندي کولو لپاره زموږ وړاندیز دا دی چې د پولیسو او یا ملي امنیت په کړیو کې د رسنیو د امنیت د خوندي کولو لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړه شي، تر څو په اساسي ډول د رسنیو امنیت ټینګ کړي."

ښاغلي مقري، په افغانستان کې د رسنیزو فعالیتونو پر وړاندې د پرتو ستونزو د لرې کولو لپاره د رسنیو او امنیتي ارګانونو د ګډې کمیټې پر جوړولو هم ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی له ټولو هغو کړنو هرکلی کوي چې د افغان خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب لامل کیږي.

د کورنیو چارو زوارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل "هغه طرح چې د رسنیو د مشرانو لخوا یې وړاندیز شوی، موږ ورباندې غور کوو، د کورنیو چارو وزیر لیوالتیا لري چې د خبریالانو او د هغوی د دفترونو د خوندیتوب لپاره اړین امنیتي ګامونه پورته شي."

ښاغلي دانش وویل، د کورنیو چارو وزیر تیره ورځ د ټولو ولایتونو پولیسو ته د رسنیو د امنیت د ټینګولو لارښوونه کړې او د رسنیو د امنیت د خوندیتوب لپاره د ځانګړې قطعې د جوړلو او د فعالیتونو د څرنګوالي پر سر به یې دا وزارت غور وکړي.

دغه راز د افغانستان د راډیو تلویزیونونو اتحادیې له نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتي چې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه دفاع وکړي او په افغانستان کې له تروریزم سره پریکنده مبارزه وکړي.

دا اتحادیه په داسې حال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره د ځانګړې قطعې غوښتنه کړې چې د بې پولې خبریالانو د ټولنې د شمیرو له مخې په تیرو پنځلسو کلونو کې په افغانستان کې د ۱۵ بهرنیو خبریالانو په ګډون ۳۳ خبریالان وژل شوي او لا هم دا هیواد د رسنیو د فعالینو لپاره ګواښوونکی دی.

XS
SM
MD
LG