د لاس رسي وړ اتصالات

نصرالله زیری: د مندوخیل لوی ارمان د پښتنو وحدت و


د پښتونخوا ملي عوامي پارټي مرستیال، تاریخپوه او لیکوال عبدالرحیم مندوخیل نن د کوټې په ښار کې وفات شو
د پښتونخوا ملي عوامي پارټي مرستیال، تاریخپوه او لیکوال عبدالرحیم مندوخیل نن د کوټې په ښار کې وفات شو

نصر الله زیری وايي چې د عبدالرحیم مندوخیل لوی ارمان د لروبر افغان پښتون ولس پيوستون او وحدت و.

د پښتونخوا عوامي ګوند مرستیال عبدالرحیم مندوخیل د شنبې په ورځ د کوټې په ښار کې د ورپيښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

عبدالرحیم مندوخیل د دې نه علاوه چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټي مرستیال و، تاریخپوه او لیکوال هم و او ټول ژوند یې سیاسي مبارزه کړې وه.

د پښتونخوا عوامي ګوند او د بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ غړی نصرالله زیری وايي چې د مندوخیل مړینه د لروبر افغان ملت او پښتانه وطن لپاره یوه لویه ضایعه ده.

نصر الله زیري زیاته کړه چې عبدالرحیم مندوخیل بااصول انسان و. زیري وویل مندوخیل «یو وخت هم په اصولو سمجوته و نه کړه، په سیاسي مبارزه کې به همیش په دې ټینګار کاوه چې د اصولو خلاف یو کار هم باید و نه شي.»

زیري زیاته کړه چې د مندوخیل صاحب لوي ارمان د لراو برافغان پشتون پیوستون او وحدت، په پاکستان کې دننه د پښتنو متحد کیدل، او پښتو د تعلیم او د تدریس ژبه گرځول و.

د عبدالرحیم مندوخیل د ژوند او مبارزې په اړه د نصرالله زیري سره د خلیل خان مرکه دلته اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:33 0:00

XS
SM
MD
LG