د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان څخه د لوبې ګټلو ته غبرګونونه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه اکټوبر ۲۳ (تلې لومړۍ) د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې پخپلې پنځمې لوبې کې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

سره لدې چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې د شلو شلو اورونو په لوبو کې څو ځلې پاکستان ته ماتې ورکړې وه خو دا لومړی ځل و چې یو ورځنۍ نړیواله لوبه یې هم ترې وګټله.

پدې سره افغانستان د روان نړیوال جام په سیالیو کې خپله دویمه لوبه وګټله او د نمرو په جدول کې شپږم مقام ته پورته شو.

په افغانستان کې دننه او د باندې افغانانو او د افغانستان د کرکټ مینه والو د پاکستان څخه د لوبې ګټل ستایلي او دا یې د افغانستان لپاره تاریخي شیبه بللې.

د افغانستان مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني په فیس بوک او اکس ټولنیزې شبکو کې افغان ولس ته د دې بري مبارکې ورکړې.

د ښاغلي غني تر څنګ پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د لوبې ګټلو تر څنګ د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، "د هیواد ملي لوبډلې ته د روانو لوبو په پاتې سیالیو کې د لا زیاتو بریاوو هیله لرم".

د افغانستان مخکني حکومت کې د سولې عالې شورا مشر ډاکټر عبداالله عبدالله او د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار هم افغان لوبډلې ته د پاکستان څخه د لوبې ګټلو مبارکیانې ورکړي.

په همدې حال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر محمد سهیل شاهین هم د اکس په ټولنیزې شبکې کې د پاکستان څخه د لوبې ګټلو مبارکۍ ویلو تر څنګ لیکلي چې "ځوانانو دا بریا مو مبارک شه او د لا بریاوو په هیله".

د طالبانو یو بل مخکښ غړي انس حقاني بیا د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې افغان لوبډله تر بل هر وخت په ښه وضعیت کې ده او د پاکستان او انګلستان څخه د لوبې ګټل یې د غوره توب بیلګې بللې دي.

د افغانستان څخه د باندې هم ګڼ شمیر پښتنو مشرانو او د افغانستان د کرکټ مینه والو د پاکستان څخه د لوبې د ګټلو مبارکیانې افغان ولس ته ورکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پخپل رسمي فیس بوک پاڼې کې لیکلی، "افغانانو ته د کرکټ بریا نیکمرغه وي. خدای تعالی دې د ژوند د تیرولو په هر مثبت اړخ کې د افغانانو د خپل وطن د جوړولو هیلې او همت تل ژوندی وساتي".

د پاکستان د مشرانو جرګې غړي مسحن داوړ د اکس په ټولینزې شبکې کې د افغان لوبډلې د لوبغاړو همدا انځور خپور کړی و ورسره یې لیکلي، "افغانستان ته دې مبارک وي چې د پاکستان څخه یې لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه وګټله او هغه هم په نړیوال جام کې. دا د افغانستان د کرکټ لوبډلې ته ستره ورځ ده".

د دوي تر څنګ د هند د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او په نړیواله کچه نوموتي لوبغاړي سچن ټنډولکر د اکس په ټولنیزې شبکې په روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې کړنې "فوق العاده" بللې او د توپ وهنې او توپ اچونې په برخې کې د افغان لوبغاړو وړتیا یې ستایلې ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د روان نړیوال جام په سیالیو کې خپله شپږمه لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ اکټوبر ۳۰ مې د سري لانکا لوبډلې سره کوي چې د همدې سیالیو په تمریناتي لوبې کې افغانستان ترې لوبه هم ګټلې.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG