د لاس رسي وړ اتصالات

ویډیو: د لیبیا یاغیان پلازمینې طرابلس ته ننوتل


ویډیو: د لیبیا یاغیان پلازمینې طرابلس ته ننوتل

ویډیو: د لیبیا یاغیان پلازمینې طرابلس ته ننوتل

د معمرالقذافی د واکمنی مخالفو وسله والو د لیبیا د پلازمینې طرابلس ډیرې برخې پخپل واک کې راوستي خو اوس هم د قذافی د استوګنځي شاوخوا سیمو کې سختې نښتی روانې دي.

د لیبیا وروستیو پیښو ته په غبرګون کې د نړۍ مشرانو ویلې د ښاغلي القذافي د واک موده پاې ته رسیدلې ده.

په داسی حال کې چې لیبیايي یاغیان نن پلازمینې طرابلس ته دننه شول او د ښار مرکز ته دری کیلومتره نور ورلنډ شوي وو، د لیبیا مشرتابه خبر ورکړ چې د معمر قذافي زوي او یوازنی وارث سیف الاسلام یې نیولی دی.د شنبې په ورځ سیف الاسلام د لیبیا په تلویزون څرګند شوی و او په شدیده ژبه یې وویل چې د قذافي پلویان به هیڅ کله د یاغیانو په محاصره کې رانه شي.

د طرابلس لپاره د یاغیانو د مشرتابه د شورا استازي صدیق ال کیبر د اسوشیتید پرس خبري اژانس سره د سیف الاسلام د نیولو خبره ومنله خو پدې هکله یې زیات جزیات ورنه کړل.

XS
SM
MD
LG