د لاس رسي وړ اتصالات

د ریکا -٦ سیمه ییز کنفرانس پای ته ورسید


د ریکا د غونډې د گډونوالو ډله ییز عکس - ارگ
د ریکا د غونډې د گډونوالو ډله ییز عکس - ارگ

په کابل کې د ریکا شپږم په نوم د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس له دوو ورځو بحثونو څخه وروسته د جمعې په ورځ پای ته ورسید.

د کنفرانس په وروستیو شیبو کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل، په سیمه کي د ټرانسپورټ، انرژۍ او سوداګرۍ په سکتورونو کې د پروژو د پراخولو مهم نوښتونه په مخ کې دي، چې په پلي کیدو سره به یې د سیمې میلونونو وګړو ته د روزګار زمینه برابره شي.

ښاغلي عبدالله وویل "په دې کې هیڅ شک نشته چې د دې پروسې د پر مخ وړلو لپاره اوس د ریکا د پریکړو د تطبیق چاري خورا ارزښت لري. موږ ونډه والو، شریکانو او پانګه والو ته هرکلی وایو څو زموږ سره اوږه په اوږه د دې حیاتي پروژو په پلي کولو کې کار وکړي، موږ د ټولو ستونزو مهارولو ته چمتو یو او په دې لار کې مو درانه زیانونه ګاللي دي."

دغه کنفرانس چې ورته د اویاوو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لوړ پوړي چارواکي او استازي وربلل شوي وو، په کې د افغانستان او سیمې لپاره د مهمو اقتصادي پروژو پر عملي لارو چارو بحث وشو.

د جمهور رئیس غني څرگندونې

د افغانستان لپاره د سیمه‌ييزو اقتصادي همکاریو کنفرانس په دویمه ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غنې د کنفرانس ګډونوالو ته په افغانستان کې د موجودو مالي سرچینو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او طبیعي زیرمې یې د ګټې ښه فُرصتونه وبلل.

ولسمشر غني د افغانستان کانونه، اوبه، هوا او استراتیژیک موقعیت د ګټورو مالي سرچینو په توګه یادې کړې او ويې ویل چې یوازې د افغانستان د کانونو ارزښت له یو څخه نیولې تر درې تریلیون ډالر رسیږي.

ښاغلي غني د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب وویل "موږ تیار یو چې له خپلو ګاونډیو هیوادونو څخه د نل لیکې افغانستان ته وغځوو چې وزیر صیب سبا‌ء په دې برخه کې په جدي توګه کار کوي خو اړتیا نشته چې موږ سیمه‌ییز اتصال ته په تمه کښینو چې بالآخره کار پیل کړو، موږ اوس هم کولی شو چې په دې عمده مالي سرچینو کار پیل کړو."

ولسمشر غني وویل، افغانستان ۱۴ کاله پخوانی هیواد نه دی او پر وینا یې، دغه هیواد په تیرو ۱۴ کلونو کې زیات پرمختګونه کړي، چې د پاګونې لپاره ورکې زیات فُرصوتونه برابر شوي دي.

ولسمشر غني په شپږم ریکا کنفرانس کې له ګډون کوونکو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه وغوښتل، چې د افغانستان له لارې د برېښنا او غازو په لیږدولو، د اوسپنې پټلۍ په جوړولو چې افغانستان د سیمې له هیوادنو سره نښلوي او له تروریزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني هیله څرګنده کړه چې د ریکا شپږم کنفرانس د پایلو پر عملي کیدو به افغانستان پر یو سوداګریزې څلورلارې بدل شي.

هغه وویل "د اورګاډي د پټلیو د پروژو د تطبیق تخنیکي څیړنې په چټکۍ سره روان دي، له ازبکستان سره زموږ وصل شوی دی، موږ په چټکی کار کوو چې ترکمنستان او تاجکستان هم سره ونښلوو، دغه راز په پراخ سیمه‌ییز اتصال کې ایران لومړنی هیواد وو چې د اورګاډي د پټلۍ په برخه کې له موږ سره مرسته کړې ده، موږ لیواله یو چې دا پروژې ژر بشپړې شي."

د اوسپنې پټلیو دوه لیکې چې یوه یې ایران، افغانستان، قرغزستان، تاجکستان او چین سره نښلوي او بله یې چې له تاجکستان څخه پیل او د افغانتسان له لارې ترکمنستان ته غځول کیږي او په همدې توګه د ټاپي د غازو نل لیکه چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته لیږدول کیږي، او دغه راز له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د بریښنا لیږدول هغه لویې او له لګښتونو ډکې پروژې دي چې د عملي کولو لپاره یې په دغه کنفرانس کې خبرې وشوې.

په دې کنفرانس کې د ایران د کورنیو چارو وزیر، د ترکمنستان د مالیې وزیر، د تاجکستان د بهرنیو چارو زویر، د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاءکار او د هندوستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې په خپلو ویناوو کې ژمنه وکړه چې هیوادونه یې چمتو دي څو له افغانستان سره د دغو پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي.

ټاکل شوې د ریکا اوم کنفرانس په ۲۰۱۷ کال کې د ترکمنستان په کوربه‌توب جوړ شي.

ریکا کنفرانس چې له هرو دوو کلونو وروسته جوړیږي د لومړي ځل لپاره لس کاله مخکې د افغانستان په کوربتوب په کابل او بیا هر دوه کال وروسته په ډهلي، اسلام اباد، د ترکیې په اسټانبول او دوشنبې کې جوړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG