د لاس رسي وړ اتصالات

سبا ته به کابل د ریکا د ناستې کوربه وي


ټاکل شوې ده چې د ریکا په شپږم کنفرانس کې به د اویا هیوادونو او نړیوالو موسسو استازي برخه واخلي
ټاکل شوې ده چې د ریکا په شپږم کنفرانس کې به د اویا هیوادونو او نړیوالو موسسو استازي برخه واخلي

د افغانستان لپاره د سیمیزو اقتصادي همکاریو په کنفرانس یا ریکا کې چې سبا یې شپږمه غونډه ده، د دیرشو هیوادونو لوړ پوړي چارواکي او د څلوېښتو نړیوالو او سیمیزو سازمانونو استازي برخه اخلي.

د ریکا دا شپږمه ناسته به د بهرنیو چارو په وزارت کې پيل شي، او اصلي ناسته به یې د جمعې په ورځ په همدغه وزارت کې وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وايي، لا هم د ریکا د غونډې د برخوالو میلمنو لست ندی بشپړ شوی، خو د ایران د کورنیو چارو وزیر، د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت د شورا سلاکار، د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د نورو هیوادونو لوړ پوړي پلاوي به پدغه ناسته کې برخه واخلي.

د ریکا سبانۍ غونډه دوه ناستې لري، لومړۍ یې تخنیکي د بهرنیو چارو په وزارت کې ده، پدغه تخنیکي ناسته کې به د انرژۍ په سرچینو، سیمیز پیوندونو، او د سوداګرۍ او خصوصي سکټور په ودې خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وايي، دا د مرستندویانو د تمویل کنفرانس ندی، بلکې په سیمه کې په اقتصادي فرصتونو خبرې کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ریکا دا ناسته له پخوانیو ناستو تفاوت لري، او تفاوت یې دا دی، چې دا ځل به په هغو پروژو خبرې کیږي، چې عمل کیږي، او تطبیق کېدای شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن ماسپښین یوه لنډ خبري کنفرانس ته وویل "شپږمه ریکا د پروژو د تعقیب لپاره میکانیزمونه لري، دا میکانیزمونه به ټولې پروژې څاري، چې ایا تطبیق کیږي او کنه."

هغه وویل پخوا د ریکا د ناستو د پروژې تطبیق ندی څارل شوی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې شپږمه ریکا به په ګڼو پروژو بحثونه وکړي، دغه پروژې عبارت دي، له د اورګاډي پنځه اړخیزه پټلۍ چې د چین له کاشغر پیلیږي، د قرغزستان، تاجکستان له مسیر تیریږي، او د افغانستان له لارې ایران ته رسیږي.
بله پروژه د تاجکستان، افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي درې اړخیزه پټلۍ ده، د چابهار د بندر پروژه، د لاجورد د لارې بیاژوندي کول.

د شپږمې ریکا په لومړۍ ورځ به یوه علمي بحث هم د سیمیزو هیوادونو د استازو ترمنځ ترسره شي، افغان حکومت له دغه کنفرانس نه د زیات څه تمه لري، وايي دغې ناستې ته به ګڼې پروژې وړاندې کړي.

د ریکا په غونډه کې د اجنډا له مهمو موضوعات د خصوصي سکټور وده هم ده، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي، چې دوی تمه لري، ترڅو دغه ناسته په افغانستان کې د خصوصي سکټور په پانګې او د سیمې په کچه مثبت عملي اغیز ولري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د عامل هئیت رئيس عتیق الله نصرت وویل" د ریکا کنفرانس مهم دی، مونږ تمه لرو، چې لنډ مهاله پروژې چې عملي وي، پکې تر بحث لاندې ونیول شي."

په کابل کې د ریکا دغې غونډې ته تیاري له ورایه ښکاري، کوټلي امنیتي تدابیر ورته لا له نن نه نیول شوي دي.

په ورته وخت کې ځیني اقتصاد پوهان دا غونډه مهمه ګڼي، وايي چې د ریکا په پخوانیو ناستو کې یوه ستونزه دا وه، چې پرېکړې یې سمې نه عملي کېدې.

د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد تاج محمد اکبر وویل "باید ددې کنفرانس د پخوانیو ناستو پرېکړې و څارل شي، چې عملي شوي دي او کنه ؟"

د ریکا لومړۍ ناسته په کابل کې په ۲۰۰۵ میلادي کال کې ترسره شوه، بیا هر دوه کاله وروسته په ډهلي، اسلام اباد، د ترکیې په اسټانبول، او دوشنبه کې وشوې.

د تېرو ریکا غونډه عمده لاسته راوړنه د اسیا د زړه هیوادونو د اسټانبول پروسه ده

XS
SM
MD
LG