د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال سور صلیب د پولیو د واکسین د مخنیوي د ستونزې په حل کې مرسته کوي


د کندهار په دوه ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د واکسین پر پروګرام بندیز ته په غبرګون کې عام خلک وايي چي صحي پرو ګرامونه باید د سیاسي اهدافو قرباني نشي .

روغتیايي مسئولین وايي چي تیره اونۍ د پولیو پر ضد د حوزوي کمپاین پر مهال د دولت وسله والو مخالفینو اجازه ورنکړه چي په ښورابک او ریګستان ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسین ماشومانو ته ورسوي .

د یادي ستونزي له کبله په دواړو ولسوالیو کې تر پنځه زره زیات د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخي پاته شول .

د دولت وسله والو مخالفینو شرط اېښی چي د کندهار په یادو دوواړو ولسوالیو کې دي د عامي روغتیا وزارت نوي کلینیکونه جوړ کړي او تر هغه وخته پوري چي پدې برخه کي عملي ګامونه نه وي اخیستي د د پولیو واکسین ته هم اجازه نه ور کوي

د پولیو پر ضد د واکسین له کمپاین سره هم کار ولسي مشر حاجي حمدالله وايي چي په تیرو کلونو کې ګوزڼ وهلي ماشومان اوس ځوانان او د ټولني د اوږو بار دي .

دی زیاتوي چي اوس هره کورنۍ هڅه کوي چي خپلو ماشومانو ته پر وخت واکسین ور کړي ، خو دغه ډول خنډونه يې بیا د خفګان سبب ګرځي .

" هر یو پر خپل بچي باندي بریږي چي راته فلج نشي ، پخوا چي زموږ په یادیږي ځوانان به وو په پښو به يې تګ نشو کولای ، خلګو په سترګو لیدلي چي د ګوزڼ علاج بیا نه کیږي نو اوس که واکسین ځنډوي دوی ورباندي خفه کیږي " .

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونسیف اداره هم اندېښنه ښيي چي ممکن پدغه ډول ستونزو سره په چاپير کې د پولیو ويروس یو ځل بیا سر را پورته کړي .

د نوموړي ادارې د واکسین د همږغۍ د برخي مسئول سید کمال شاه وايي چي هلمند او کندهار دواړوه ولایتونه د ښورابک او ریګستان له لاري تر خطر لاندي دي .

" کوم ځای چي له واکسین څخه پاته کیږي هلته د پولیو د رامنځ ته کیدو احتمال ډير زیات وي ځکه موږ که وایو چي سږکال باید افغانستان له پولیو څخه پاک کړو نو تر هر ماشوم پوري باید ځان ورسو " .

خو په جنوب کې د کلتوي معافیت امر ډاکتر نظر محمد وايي چي د منځګړو په وسیله خبري رواني دي چي په پايله کي به يې تر یوې اونۍ پوري یاده ستونزه حل شي .

نوموړی زیاته وي چي د نړیوال سره صلېب او ځنیو نورو ادارو په وسیله د ستونزي د حل لپاره جدي هڅي رواني دي .

"ډیر چي وځنډيږي انشاالله لس ورځي او تر لس ورځي به ایضافه وخت ونه نیسي دا مشکل به حل شي " .

روغتیايي مسئولین وايي چي سږکال له افغانستان څخه د پولیو د ویروس د محوه کولو اخري نيټه ټاکل شوې او پدې برخه کي د ټولني د ټولو خواوو همکارۍ ته سخته اړتیا لري .

XS
SM
MD
LG