د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب اداره ګوزڼ وهلیو ته مصنوعي پښې جوړوې


جمعه ګل د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د یوې لرې پرتې سیمې اوسیدونکی دی.یو کلن و چې تبه پرې راغلی وه او لهیوکال وروسته یې دواړه پیښې ګوزڼیا فلج کیږي، نوموړی اوس په کابل کې د سره صلیب په نړیوال روغتون کې بستري، چې ګوزڼ پیښو ته داسې یو قالب جوړ کړي او کولی شي خپلې ورځینې ستونزې پرې لږ تر لږه حل کړي .

نوموړی وایي، هغه مهالدی نه پوهیده چې څه ورباندې شوي ، خو کورنۍ یې پرې محلي تداوي پیل کړې وه.

‫"ماشوم وم قدم مې اخستلی شو او پس له یوه کاله راباندې تبه راغلې وه ، دواړو پښو مې کار پریښی وو.په هغه وخت کې داسې ډاکټران نه ول. دکلي ډاکټر ته یې ور وړیوم هغه نه پوه شوی،بیایې شکسته بند ته یې ور وړی وم ،هغه هم زما پښې کش کړې وې خو هماغسې بیا زما پیښې فلج شوې"

جمعه ګل وویل، چې په ماشومتوب کې یې هیڅ ډول واکسین نه دی اخستی او مهم لاملونه یې په هغه وخت کې د خلکو بیسوادي او اوس همنا امني وه خو په سیمه کې یې د ده په څېر ډیر داسې کسان شته،چې پښې او یا هم لاسونه یې ګوزڼ وهلي وي

‫ " خلک بېسواده دي او وایي ، چې دا واکسین ګټه نه لري. ځینو سیمو کې بیا امنیتی وضیعت خراب دی او واکسین کونکي هلته تللی نشي "

محمد داوود د سره صلیب یوتن ډاکتر دی، چې د جمعه ګل درملنه کوي وایي، جمعه ګل د پولیو یا ګوزڼ ویروس زیانمن کړیدی دا ناروغۍ هیڅ ډول علاج نه لري، خو دوی یواځې لږه مرسته ورسره کولای شي چې تر یو حده خپلې ستونزې پرې حل کړي .

‫" د ده د پښو ځینې مفصلونه مو عملیات کړل ځینې رګونه مو ورته اوږده کړل پښه مو ورته په ګچ کې وتړله څو اونیو وروسته مو دده پښه ورو ورو کش کوله تر هغې چې دده پښه سمه شي دا چې دده یوه پښه کاملاً فلج ده نو دده لپاره مو یو قالب جوړ کړ ځکه چې د ده پښې عضلې نه لري چې دی پرې حرکت وکړي نو د قالب په واسطه کولای شي حرکت وکړي‌او له خپلې پښې څخه ګته واخلي"

د سره صلیب نړیواله اداره د افغانستان په اوو ولایتونو کې داورتوپیدي یا هډوګو د ناروغیو د درملنې مرکزونه لري او تر دې دمه یې څه د پاسهیولس زرو څخه زیات پولیو ځپلو کسانو مصنوعی غړي جوړ کړي دي .

په کابل کې د سره صلیبروغتون د چارواکو د شمېر له مخې یوازې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې تر ۴۰۰ پورېپولیو یا ګوزن ځپلي پېښې ثبت کړي دی .

جمعه ګل چې د ژوند ډیرې ناخوالې لیدلي دي له ټولو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان د واکسین په کولو سره له دې ناوړه ناروغۍ وژغوري.

‫"زه له ټولو دوستانو او کورنیو څخه غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي چې له دایمي معیوبیت څخه وژغورل شي ‌او خوشحاله ژوند وکړي"

د سره صلیب د نړیوالې ادارې د هډوکو د درملنې مرکز د پولیو یا ګوزڼ یو شمېر ناروغانو ته د پښو او لاسونو قالبونه هم جوړوي ترڅو ګوزڼ وهلي ناروغان پرې تر یو حده له ستونزو خلاص شي،دغه اداره هم د پولیو د ناروغۍ دمخنیوي لپاره ماشومانو ته دواکسین ورکولډیر مهم بولي.

XS
SM
MD
LG