د لاس رسي وړ اتصالات

۷۰۰ کډوال ښايي په مدیترانې کې ډوب شوي وي


د ایټالیا، بحري ځواکونو د ډوبې شوې کښتۍ مایوسونکي تصویرنه یې اخیستي دي
د ایټالیا، بحري ځواکونو د ډوبې شوې کښتۍ مایوسونکي تصویرنه یې اخیستي دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو ادارې ویاندې، ګارلوټا سامي، د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ د قاچاقبرو د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته۱۰۰ کسان ورک دي.

د ایټالیا بحري ځواکونو چې د دغو کسانو د ژغورولو هڅه یې کوله، د ډوبې شوې کښتۍ مایوسونکي تصویرنه یې اخیستي دي.

ګارلوټا سامي وویل، د پنجشنبې په ورځ د قاچاقبرو د یوې بلې کښتۍ له ډوبېدو نه وروسته، ۵۵۰ نور کډوال هم ورک دي. دغه کډوال د لیبیا له سرحد نه په کښتۍ کې اروپا ته د رسېدو هوډ درلود.

مېرمن سامي وویل، ځینو نورو کډوالو، چې د کښتۍ ډوبېدل یې په خپلو سترګو لیدلي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ویلي، چې کښتۍ ماشین نه درلود،۶۷۰ تنه په کې سپاره و او له خلکو ډکې یوې بلې کښتۍ کشکوله، چې ډوبه شوه.

هغې وویل د ډوبې شوې کښتۍ ۲۵ کسان بلې کښتۍ ته ځانونه رسولي، ۷۹ نور یې ژغورل شوي او د ۱۵ نورو کډوالو مړي موندل شوي دي.

د ایټالیا پولیسو د ژغورل شویو کسانو له خولې، د ورک شویو کسانو شمېرې خپروي، چې لا هم ضد او نقیض بلل کیږي.

د ایټالیا جنوبي سواحل، له لیبا نه د بې شمېره کډوالو د قاچاقو لاره ده، چې د ښه ژوند او کار لپاره اروپا ته ځانونه رسوي. اروپا ته په لار هرکال لسګونه زره کډوال د مدیتراني په بحیرې کې په اوبو کې ډوبېږي.

په دې وروستیو کې د موسم او اوبو د کرموالي له کبله د کډوالو شمېر هم زیات شوی دی. همدا تېره اونۍ د ايټالیا بحري ځواکونو ۴۰۰۰ کډوال له ډوبېدو وژغول .

په ۲۰۱۵ کال کې ۳۷۷۰ نور کډوال هم د کښتیو د ډوبېدو په پېښو کې مړه او ورک شول.

XS
SM
MD
LG