د لاس رسي وړ اتصالات

پنځه افغانان د ترکیې-یونان په اوبو کې ډوب شول


ترکیې موافقه کړې چې اروپا ته د غیر قانوني مهاجرو د تگ لار وتړي.
ترکیې موافقه کړې چې اروپا ته د غیر قانوني مهاجرو د تگ لار وتړي.

د دریو ماشومانو په گډون چې یو یې شپږ میاشتنی و، پنځه تنه افغانان تیره شپه اروپا ته د تگ په لار غرق شول. ویل شوي چې ددغو پناه غوښتونکو بېړۍ د خرابې او توپاني هوا له کبله د ترکیې او یونان ترمنځ د اژه په سمندرگي کې ډوبه شوه.

ساحلي ساتونکو او د ژغورنې عملې د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې نهه تنه نور پناه غوښتونکي له دغې پیښې څخه ژوندي ژغورل شوي دي.

یو ساحلي ساتونکي د رویترز اژانس ته ویلي دي چې دې بېړۍ چې افغان مهاجر یې د یونان لسبوس ټاپو ته لیږدول یو مسافر یې توانیدلی و چې تر ساحل پورې ځان په لامبو ورسوي خو د لومړنیو مرستو په ترڅ کې چې اوبه یې له سږو څخه ایستل کیدې، ژوند له لاسه ورکړ.

ترکیې د دوشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې سره موافقه وکړه چې اروپا ته د مهاجرو د تگ لاره ډب کړي، خو ددې سره سره د هغو پناه غوښتونکو په شمیر کې کموالی نه دی راغلی چې د ترکیې او یونان ترمنځ په سختې او خطرناکې سمندري لارې اروپا ته سفر کوي.

د اروپايي ټولنې په چارو کې د ترکیې د دولت وزیر اولکن بوسکر ویلي چې هغه شمیر غیر قانوني مهاجر چې دمخه یونان ته رسیدلي په دې معامله کې داخل نه دي. ښاغلي بوسکر د رویترز خبري اژانس ته ویلي چې پناه غوښتونکي باید په دې پوه شي چې "نور اروپا ته نه شي تلای او نور هلته کومه هیله هم نشته."

د مهاجرت نړیوال سازمان راپور ورکړی چې څه دپاسه ۱۳۰ زره کسان د روان کال له پیل څخه تر اوسه د ترکیې له لارې اروپا ته رسیدلي دي او ۳۵۰ پناه غوښتونکي د خطرناکه سمندري سفر په ترڅ کې غرق شوي دي.

څه دپاسه ٣٥ زره مهاجر همدا اوس د یونان او مقدونیه په پوله ایسار پاتې دي، ځکه اروپایي ټولنه هڅه کوي چې د هغو مهاجرو مخه هم ډب کړي چې د بالقان د حوزې له لارې اروپا ته ځي.

XS
SM
MD
LG