د لاس رسي وړ اتصالات

له یونان نه ترکیې ته د مهاجرو بیرته استول پیل شول


د بشري حقونو ډلو د اروپایي ټولنې په دې اقدام سخت انتقادونه کړي دي.
د بشري حقونو ډلو د اروپایي ټولنې په دې اقدام سخت انتقادونه کړي دي.

د سختو امنیتي تدابیرو لاندې د یونان د لیسبوس او چیوس ټاپوگانو څخه ٢٠٢ تنه مهاجر په بېړۍ کې د هغه لانجمن پلان له مخې ترکیې ته واستول شول چې د بشري حقونو فعالین پرې سخت انتقادونه کوي.

د بشري حقونو فعالینو د اروپایي ټولنې په دې جنجالي طرحې باندې سخت انتقاد کړی دی چې غواړي په دې توگه اروپا ته د مهاجرو د ورتگ مخنیوی وکړي.

د ترکیې د دیکیلي بندر ته د رسیدو سره سم دغه لومړني مهاجر په داسې حال کې د نوم ثبتولو او د روغتیایي ازمونو لپاره لیږدول کیدل چې په لسگونو کسان په ساحل کې ولاړ وو او شعارونه یې لږدول چې "مهاجرو ښه راغلاست، ترکیه ستاسې کور دی."

د یونان د "مهاجرینو د کړکیچ" د دولتي کمیټې ویاند جیورجوس کیریتسیس د هغه هیواد دولتي تلویزیون ته ویلي چې د دوو سوري مهاجرو پرته چې په پخله خوښه بیرته ستانه شوي د لومړی بېړي نور ټول مهاجر پاکستانیان وو. ټاکل شوی چې دوهمه بېړۍ هم ډیر ژر ترکیې ورسیږي.

ترکیې او اروپایي ټولنې د تیرې میاشتې د موافقې پر اساس ټول هغه مهاجر چې د مارچ له شلمې وروسته له ترکیې نه یونان ته په غیر قانوني توگه تللي هغوی بیرته ترکیې ته انتقالیږي. همداشان د هر هغه سوري مهاجر په بدل کې چې د ترکیې خاورې ته داخلیږي، ترکیه به یو سوري مهاجر اروپایي ټولنې ته استوي.

د اسوشتیتید پرس اژانس وایي د موافقې له مخې اروپایي ټولنه له ترکیې سره څه د پاسه درې میلیارده ډالر مرسته کوي. همداشان پر ترکیې وگړو باندې به د ویزو محدودیتونه راکم شي او په اروپایي ټولنه کې به د ترکیې د غړیتوب لپاره نوي امکانات برابر شي.

په یونان کې د عفو د نړیوال سازمان مسؤل جیورجوس کوسموپولوس وویل "دا لومړنی ورځ د مهاجرینو د حقونو لپاره یوه سخته ورځ ده. په ترکیه کې د حقونو او ساتنې په هکله د جدي ستونزو سره سره اروپایي ټولنې دغه خطرناکه معامله تر لاس لاندې نیولې ده."

ښاغلي کوسموپولوس د اسوشیتدپرس اژانس ته وویل "ترکیه د مهاجرینو لپاره دریم امن ځای نه دی. د اروپایي ټولنې او یونان مقامات په دې پوهیږي او بهانه هم نه لري."

د مارچ د شلمې راهیسې چې دغه موافقه شوې د یونان په ټاپوگانو کې شاوخوا ۴٠٠٠ مهاجر توقیف شوي دي. د یونان د مهاجرو د چارو یو چارواکي ویلي چې نن دوشنبې ١٣٦ مهاجر د لیبوس له ټاپو او ٦٦ د چیوس له ټاپو څخه ترکیې ته واستول شول.

له هغې وروسته چې اروپایي اتحادیې او یونان د مهاجرینو پرمخ خپلې پولې تړلي دي ۵۰ زره مهاجر چې په عمومي توگه د سوریې، عراف او افغانستان دي په یونان کې سرگردانه او بې سرنوشته گرځي. خو یواځې هغه مهاجر چې د مارچ له شلمې وروسته یونان ته رسیدلي دي هغوی بیرته ترکیې ته استول کیږي.

XS
SM
MD
LG